د شهزاد محمدي بندیز بله میاشت ختمیږي- کرکټ

د کرکټ نړیواله شورا وايي شهزاد قصدآ دا درمل نه وو خوړلي

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي پر ویکټ ساتونکي شهزاد محمدي به بلې میاشتې ته نړیوالو لوبو ته را وګرځي.

د کرکټ نړیوالې شورا پر شهزاد یو کال بندیز لګولی چې د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې ختمیږي. د بندیز موده د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له ۱۷ نېټې پیل شوې چې شهزاد محمدي د منع کړل شویو درملو په خوړلو تورن شو. په دې حساب شهزاد به د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۱۷ نیټه بېرته کرکټ او نړیوالو لوبو ته راګرځېدلی شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل امریکا غږ اشنا ته وویل "د شهزاد قضیه د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یوه بده قضیه وه چې باید بیا تکراره نشي. له ټولو لوبغاړو غواړو چې باید دې ټکي ته ډېر پام وکړي."

د کرکټ نړیوالې شورا په خپلې اعلامیې کې ویلي چې شهزاد محمدي هغوې ته دا قناعت ورکړ چې قصدآ یې منع کړل شوي درمل نه و خوړلي. خو شورا ویلي دي چې شهزاد په دې ملامت دی چې دا درمل یې تر خوړلو مخکې نه وو چک کړي او دا د هر لوبغاړي مسولیت چې دا کار وکړي.

شهزاد محمدي یو ډول درمل د خپل وزن د کمولو لپاره خوړل، چې ناقانونه نه بلل کیږي، خو ستونزه دا وه چې په دغه درمل کې هغه مواد کارول شوي وو چې د کرکټ نړیواله شورا یې لوبغاړو ته د نه خوړلو سپارښتنه کوي.

د شهزاد محمدي بندیز په یو ډېر مهم وخت کې ختمیږي ځکه چې افغانستان د ۲۰۱۹ نړیوال جام د غوراوي سیالیو ته ځي، چې زمبابوې کې کیږي. په دغو سیالیو کې له لسو ټیمونو نه یوازې دوه لوبډلې نړیوال جام ته ځي. ویسټ انډیز، زمبابوې او ایرلنډ هم د غوراوي په سیالیو کې دي.

زرګونو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین وکړ او د کرکټ له نړیوالې شورا څخه یې د شهزاد محمدي د بند د کمولو او د هغه د بخښلو غوښتنه وکړه.

دا په خپله شهزاد او د هغه مینوالو ته لوی خبر دی، خو د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نورو لوبغاړو ته د خطر قوي زنګ دی چې باید د درملو په خوړلو کې ډېر محتاط واوسي.