پاکستان بیا له افغانستان سره مخامخ شو- کرکټ

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې په تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې ته درې ځلې ماتې ورکړې

د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام کې هند د دوشنبې په ورځ (جنوري۲۹) پاکستان ته د ۲۰۳ منډو په توپیر لویه ماتې ورکړه.

هند په دغه بري سره پایلوبې ته ولاړ چې د شنبې په ورځ به له استرالیا سره مخامخیږي. خو، پاکستان به د پنجشنبې په ورځ له افغانستان سره د درېیم مقام د ګټلو لپاره سیالي کوي. دا لوبې په نیوزلنډ کې روانې دي.

دا د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د پاکستان او افغانستان ورستۍ لوبه ده. د افغانستان کرکټ بورډ وايي افغان لوبډله له پاکستان سره سیالیو ته چمتو ده.

کرکټ بورډ په خپل فیسبوک کې لیکلي دي "د افغانستان د نولس کلنو لوبډله په نړیوال جام کې د دریم مقام خپلولو په موخه د یوې سیالۍ لپاره د نیوزیلنډ له کرایست چرچ ښار څخه ددغه هیواد کوینس ټاون ښار ته ورسیده. د افغانستان او پاکستان نولس کلنو لوب‌‌‌‌‌‌ډلو ترمنځ دغه لوبه په ټلویزیون هم په ژوندۍ بڼه خپریږي".

دا په تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې څلورم ځل دی چې افغان او پاکستاني ځوانان له یو بل سره مخامخیږي. افغانستان یو وارې په همدغو سیالیو او دوه وارې تېرکال د اسیا جام د ځوانانو کپ په سیالیو کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

افغانستان په خپلو ګروپي سیالیو کې پاکستان او سریلنکا ته ماتې ورکړې خو ایرلنډ ترې په ډېرې سختۍ وګټله. افغانستان په کوارټرفاینل کې په لوی توپیر سره کوربه نیوزلنډ ته ماتې ورکړه او د کرکټ ډېر مینوال یې حیران کړل، مګرنیمه پایلوبه یې په اسانۍ سره پر استرالیا وبایلله.

افغانستان د ۱۹ کلنو په نړیول جام کې ښه وځلېده، په تېره بیا یو شمېر ورو توپ اچونکي او د سر او د منځ منډه جوړونکي لوبغاړي یې ښه وستایل شول.

افغانستان د ۱۹کلنو د نړیوال جام د سیالیو په پیل کې په نهم مقام و، مګر اوس به له پاکستان سره د درېیم مقام د ګټلو لپاره سیالي کوي.