د افغانستان د کرکټ لوبډله برتانیا ته ورسېده

افغانستان له ایرلنډ سره درې د ۲۰ اورونو او درې د۵۰ اورونو لوبې کوي

د افغانستان د کرکټ‌ ملي لوبډله له ایرلنډ سره سیالیو لپاره لندن ته رسېدلې ده.

افغانستان له ایرلنډ سره درې یوه ورځنۍ او درې د ۲۰ اورونو نړیوالې لوبې لري چې د اګست په ۲۰ نېټه پیلیږي. لوبډلې د شنبې په سهار له کابل نه د لندن پر لوري حرکت وکړ او د یکشنبې په ورځ‌ (جولاۍ ۲۹) ورسېدله.

محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن وار د مخه په برتانیا کې دي او دوی به هم تر لوبې څو ورځې مخکې له افغان لوبډلې سره یو ځای شي‌. دوی درې واړه د برتانیا د ۲۰ اورونو په تجارتي‌ سیالیو کې لوبیږي.

له ایرلنډ سره د افغانستان د دغو لوبو یو هدف نړیوال جام ته د افغان لوبډلې برابرول او د برتانیا له آب او هوا سره د لوبغاړو ښه اشنا کول ښودل کیږي. د ۲۰۱۹ جام سیالۍ په برتانیا کې کیږي.

د لوبغاړو د غوراوي‌ کمېټې د چهارشنبې په ورځ (جولاۍ ۲۵) د دغو سیالیو لپاره د لوبغاړو نومونه اعلان کړل. د کمېټې مشر نوروز منګل وویل "دغه لوبې به د راتلونکي نړیوال جام لپاره د لوبغاړو د چمتووالي په برخه کې اغېزناکې تمامې شي."

لومړۍ د ۲۰ اورونو او بیا د ۵۰ اورونو سیالۍ دي چې په ترتیب سره د اګست په ۲۰، ۲۲، ۲۴ ،۲۷ ۲۹ مه او ۳۱ نېټو دي.

د ۲۰ اورونو لوبډلې لوبغاړي

محمد شهزاد محمدي، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، سمیع االله شینواری، اصغر ستانکزی، محمد نبي، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، میرویس اشرف، افتاب عالم او فرید ملک.

د ۵۰ اورونو لوبډلې لوبغاړي

محمد شهزاد، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، حشمت الله شاهدي، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، افتاب عالم، سیداحمد شېرزاد، دولت ځدراڼ او وفادار مومند.

په شهزاد بندیز

د افغانستان کرکټ بورډ وايي پر افغان لوبغاړي شهزاد محمدي د یوې لوبې بندیز لګول شوی دی. هغه د جمعې په ورځ (جولاۍ ۲۷) د امان الله خان سیالیو د پایلوبې له بایللو وروسته پر تلویزون ویلي وو چې دوی ځکه وبایلله چې له ۱۴ لوبغاړو سره یې لوبه کوله.

څه موده مخکې د ممنوع درملو د خوړلو له کبله شهزاد یو کال له لوبو بند و

ښايي د شهزاد هدف دا وي‌ چې د مخالفې لوبډلې د لوبغاړو تر څنګ لوبڅاران او امپایران (درې تنه) هم د هغوی خلاف پرېکړې کولې.

د کرکټ بورډ وايي چې شهزاد محمدي په دې خبرې سره د لوبغاړو د اخلاقو او چال چلند قانون مات کړی دی. هغه به اوس په یوې ۵۰ اوریزې نړیوالې لوبې کې نه لوبیږي او همدغه راز د ۲۰ اورونو د یوې لوبې د فیس ۵۰٪ جریمه هم ورکوي.