افغانستان څنګه نړیوال جام ته وتلی شي؟

افغانستان باید په سوپر۶ کې ټولې لوبې وګټي چې نړیوال جام ته یې د رسېدو هیلې ژوندۍ پاتې شي

نیپال هانک کانګ ته ماتې ورکړه او د نیپال په دغه بري سره افغانستان د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي دویم پړاو (سوپر۶) ته ووت.

په اول پړاو کې لسو لوبډلو په دوو ګروپونو کې له یو بل سره یوه-یوه لوبه وکړه. افغانستان په بي ګروپ کې له نیپال پرته پر زمبابوې، سکاتلند او هانک کانګ لوبې وبایللې. په ګروپي لوبو کې هر بری دوه نومبرې( پواینټونه) لري. په دې حساب افغانستان دوه پواینټونه، زمبابوې او سکاتلند اوه-اوه پواینټونه لري.

په ګروپي لوبو کې د منډو اوسط هم مهم و او د منډو د ښه اوسط له کبله افغانستان په خپل ګروپ کې درېیم شو او بل پړاو ته ولاړ. په الف ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلنډ، هالنډ، امارت او پاپوانیوګیني وو، چې ویسټ انډیز، ایرلنډ او امارات دویم پړاو ته ووتل.

بل پړاو څنګه وي؟

دویم پړاو ته هره لوبډله په اول پړاو کې ګټلي پواینټونه له ځان سره وړي. سکاتلند او زمبابوې افغانستان ته ماتې ورکړې په دې حساب دواړو دوه- دوه پواینټونه د افغانستان په بري سره ترلاسه کړي دي. د دوی ترمنځ وروستۍ لوبه مساوي شوه او یو-یو پواینټ ورکړل شو، په دې حساب سره افغانستان به له صفر او زمبابوې او سکاتلند به له دریو-دریو پواینټونو سره سوپر۶ ته ځي. هلته هم هر بری دوه پواینټونه لري.

په دویم ګروپ کې ویسټ انډیز څلور، ایرلنډ دوه او امارات له صفر پواینټونو سره ځي. که ویسټ انډیز دوه لوبې وګټي نړیوال جام ته ځي. که زمبابوې او سکاتلند دوه-دوه لوبې وګټي نړیوال جام ته ځي. خو که یې دوه وبایللې بیا یې چانس کم لیدل کیږي.

که افغانستان درې واړه وګټي او ایرلنډ دوه وګټي بیا به د منډو لوړ اوسط والا نړیوال جام ته ځي. په دې حساب افغانستان باید ټولې لوبې وګټي. د افغانستان د بري چانس کم خو ممکن دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ تخنیکي مشاور تاج ملوک علم په خپل فیسبوک کې لېکلي: "سپر سیکس ټیمونه معلوم شول. ویسټ انډیز څلور نمرو سره ګروپ کې ځای پیدا کړو که په دریو لوبو کی دوه وګټي، ورلډکپ ته لار پیداکوی سکاتلند او زیمبابوې له دریو-دریو نمرو سره قرار لري. دوی که دوه-دوه لوبې نورې وګټلې، د ښه رن ریټ په بنیاد به یوه لوبډله لار پیدا کړي. ایرلنډ په سپر سیکس کی دوه نمرې لري که خپل درې لوبې وګټې، لار پیدا کړي. افغانستان سپر سیکس کی کوم پواینټ نلري خو که خپلې، درې واړه لوبې وګټي نو ممکن په رن ریټ له ایرلنډ سره مقابله وشي په هغې صورت کې چې سکاتلند او زمبابوې دوه-دوه لوبې وبایلي."

مګر یو احتمال دا هم کېدی شي، که د افغانستان په لوبو کې باران ونشي، لوبې وګټي او د لږ ترلږه دوو-دریو نورو لوبډلو په لوبو کې باران وشي، لوبې مساوي شي او یو-یو پواینټه ورکړل شي. په کرکټ کې هر څه امکان لري.

په سوپر۶ کې د افغانستان اوله لوبه د پنجشنبې په ورځ(مارچ۱۵) له ویسټ انډیز سره ده، دویمه لوبه یې د سه شنبې په ورځ(مارچ۲۰) له متحدو عربي اماراتو سره او درېیمه لوبه یې د جمعې په ورځ (مارچ۲۳) له ایرلنډ سره ده.