د کرکټ په چمپینز ټرافي کې افغانستان د ابراهیم ځدران د ۱۷۷ منډو په مرسته انګلنډ ته د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه
د پاکستان د لاهور په قذافي لوبغاليکې افغانستان د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
په دې لوبه کې د افغانستان پرانیستونکی توپ وهونکی رحمت الله ګربز د یوازې شپږو منډو کولو وروسته وسوځېد خو د هغه سره ملګری توپ وهونکی ابراهیم ځدران وتوانېد چې په ۱۴۶ توپونو ۱۷۷ منډې وکړې. دا د چمپینز ټرافي په تاریخ کې د یو لوبغاړي لخوا په یوه لوبه کې ترټولو زیاتې منډې دي.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي ۴۱، او کپتان حشمت شهیدي او محمد نبي هر یوه ۴۰ - ۴۰ منډې وکړې.
د انګلنډ توپ اچوونکي جفري ارچه درې لوبغاړي او لیام لوینګسټن دوه لوبغاړي وسوځول.