افغانستان د فوټسال د نړیوال جام بلې مرحلې ته لاره وکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغو سیالیو د نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډله حذفي مرحلې ته لاره وکړه.

افغان لوبډله د «يي او اف» لوبډلو د سیالیو له پایلو وروسته دغې مرحلې ته ووتله.

افغانستان په ګروپي لوبو کې دوې بایللې او یوه ګټلې وه او د یو منفي‌ګول په لرلر سره یې د څلورو اضافي لوبډلو په ډلې کې یې بلې مرحلې ته لاره وکړه.

د پاناما لوبډلې تاجیکستان ته ماتې ورکړه او د افغانستان په پرتله د پاناما د ډېرو ګولو توپیر افغانستان ته بل پړاو ته د وتلو لاره هواره کړه.

افغانستان به د را روانې سه شنبې په ورځ له برازیل سره او بیا له پاراګوای سره په حذفي مرحلې کې مخامخېږي.

د پرتګال، مراکش، برازیل، تایلنډ، پاراګوای، هالنډ، ارجنټاین، اوکراین، اسپانیا، قزاقیستان، ایران، فرانسه، کوستاریکا، کروشیا، افغانستان او احتمالا لیبیا به د ۱۶ لوبډلو حذفي مرحلې ته لاره وکړه.