د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د فوټسال په نړیوال جام کې د افغانستان سفر پای ته ورسېد؟


د فوټسال په روان نړیوال جام کې اوکراین د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۱ (وږي ۳۱) افغانستان ته په ۴ – ۱ ګولونو ماتې ورکړه.

د افغانستان په وړاندې په دې بریا سره اوکراین د شپږو امتیازونو په ترلاسه کولو حذفي (ناک اوټ) پړاو ته لاره پیدا کړه.

افغانستان په روان نړیوال جام کې په خپلې لومړۍ سیالۍ کې انګولا ته ماتې ورکړه او درې امتیازه یې ترلاسه کړل،‌ خو د ارجنټاین او اوکراین په وړاندې یې ماتې ومنله.

اوس افغانستان له ۱۲ غوره لوبډلو وروسته د څلورو نورو لوبډلو په منځ کې په درېیم مقام کې ځای لري او کولی شي چې بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

په دې ډله کې کوستاریکا ۴ امتیازه لري په لومړي ځای کې دی،‌ کروشیا درې امیتازه لري (۱ـ) ګول توپیر سره دویم ځای کې،‌ افغانستان درې امیتازه (۲ـ) ګول توپیر سره درېیم ځای کې او څلورم یا هم احتمالاً درېیم هېواد تاجیکستان وي.

د یو پر اتم پړاو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د یکشنبې ورځې سپتمبر ۲۲ (تلې اول) د وروستیو سیالیو په نتیجه کې به دا څرګنده شي چې کومه لوبډله به حذفي پړاو سیالیو ته لاره پیده کړي.

ارجنټاین نن د شنبې په ورځ په ۵ ـ ۳ ګولونو سیالۍ وګټله او حذفي پړاو ته یې لاره پیدا کړه. همداشان اسپانیا په ۸ – ۰ ګولونو لیبیا ته ماتې ورکړه او‌ قزاقستان په ۱۰ – ۰ نیوزیلند ته ماتې ورکړه.

له دې وړاندې برازیل، قزاقیستان، اسپانیا، تایلند، پاراگویه، هالند، ارجنټاین، اوکراین، ایران، پرتگال، مراکش او فرانسې د فوټسال نړیوال جام حذفي پړاو سیالیو ته لاره موندلې ده.

د فوتسال د نړیوال جام حذفي پړاو سیالۍ د سه شنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۴مه په ازبیکستان کې پیلېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG