د بشري حقونو کمیسیون پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو د بندیدو غوښتنه کړې

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د شړلو څخه لاس واخلي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ جون ۱۱ ( جوزا ۲۱) په یوه اعلامیه کې ددغه کمیسیون د موندنو له مخې ویلي، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې زیات شمیر میشت افغان کډوال نیولي او یو شمیر نور یې له خپل هیواد څخه ایستلي دي. دا کمېسیون له بهر څخه فعالیت کوي.

د بشري حقونو دغه کمیسیون له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل د کډوالو لپاره ډیر زیان لرونکي ګڼلي دي او ویلي، چې د پاکستان د حکومت ددغو اقداماتو له امله د بشري حقونو د ډیرو فعالانو، معترضو ښځو، مدافع وکیلانو، د پخواني حکومت پخوانیو پوځیانو او کارکوونکو، د رسنیو فعالانو، هنرمندانو او سیاسي فعالانو ژوند د جدي ګواښ سره مخ شوی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د پاکستان د حکومت څخه غواړي، چې د افغان کډوالو د نیولو او له دغه هیواد څخه د ایستلو څخه، چې په افغانستان کې د جګړې، سیاسي بحران او ټولنیزو معضلو اصلي قربانیان دي ډډه وکړي".

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د پخواني حکومت د زرګونو پوځي او ملکي کارکوونکو په ګډون سلګونو زره مدني ټولنې غړو او هنرمندانو چې په دغه هیواد کې یې ژوند د ګواښ سره مخ و ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه کړې ده.

د بشري حقونو دغه کمیسیون د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ څخه هم غوښتي، چې د پاکستان د پولیسو له خوا د افغانانو د نیولو د مخنیوي لپاره دې د پاکستان حکومت سره خبرې وکړي.

همداشان دغه کمیسیون افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي استازي له خوا په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د ارزونې غوښتنه هم کړې ده. دغه کمیسیون په دې برخه کې د ملګرو ملتونو سره په پاکستان کې د کډوالو ترمنځ د خبرو او څیړنو په برخه کې همکارۍ ته هم چمتوالی ښودلی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تیرې پنجشنبې په ورځ وویل، چې پاکستاني پولیسو په دغه هیواد کې د افغانانو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په یوه استولې ویډیوي وینا کې ویلي: "متاسفانه دا څو ورځې کیږي په رسنیو کې راپورونه هم خپاره شوي دي په پاکستان کې د افغانانو د نیولو بهیر بیا پیل شوی دی او په دې بهانه، چې ځینو افغانانو او یا هم د پاکستان په ځینو سیمو کې میشتو افغانانو د پاکستان په وروستیو داخلي سیاسي کشمکشونو کې دخیل پاته شوي دي او هم لاس وهنې یې کړي دي...د کوربه هیوادونو په کورنیو چارو کې افغانان لاس وهنه نه کوي."

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د پولیسو له چارواکو سره په ناسته کې دا ورته معلومه شوې، چې (چهارشنبې د ورځې تر پایه) نږدې ۲۵۰ تنه افغانان ‏د اسلام آباد د تروریزم ضد ادارې او یو شمیر نورو تاڼو لخوا نیول شوي و، چې په کې ګڼ شمیر د پاسپورټ لرونکي افغانانو په ګډون هغه افغانان هم نیول شوي، چې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد لري.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د پاکستان له حکومت غوښتي، چې د افغانانو د نیولو بهیر دې پای ته ورسوي.

د پاکستان د احتساب د ملي ادارې (نیب) له خوا د مۍ د میاشتې په نهم د پاکستان د پخواني صدراعظم او د تحریک انصاف د ګوند د مشر عمران خان د نیولو وروسته د پاکستان په ټولو لویو ښارونو کې د هغه د نیولو په خلاف د تاوتریخوالي ډګ لاریونونه وشو.

ددغو لاریونونو په ترڅ کې لاریون کوونکو د پاکستان د پوځ مرکزي قومندانۍ په ګډون په یو شمیر دولتي ودانیو باندې بریدونه وکړل او ورته یې اور واچوه. د تاوتریخوالي په دغو پیښو کې لږ ترلږه نهه تنه ووژل شو او د پولیسو د منسوبینو په ګډون په لسګونو نور کسان ټپیان شو.

د پاکستان حکومت ددغو پیښو وروسته په پراخه کچه د پخواني صدراعظم او د تحریک انصاف د ګوند د مشر عمران خان د پلویانو نیول پیل کړي دي.

عمران خان ویلي، چې په دې وروستیو اونیو کې یې د ګوند په زرګونو پلویان نیول شوي او په زندانونو کې اچول شوي دي.

د پاکستان پوخ اعلان کړی، هغه کسانو، چې په تاوتریخوالي کې یې لاس درلود ورسره به د قانون له مخې چلند وشي.