افغانستان د پولیو په مبارزه کې تر پاکستان شاته شو

چارواکي وایي ډېرې پېښې هم په هغوی سیمو کې شوی چې جنګ په کې روان دی

سږکال په افغانستان کې د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله د ګوزڼ/پولیو ډېرې پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د ۲۰۱۸ کال له پیل راهېسې په افغانستان کې د پولیو ۱۳ پېښې ثبتې شوي دي. تر ټولو وروستۍ پېښه یې د ارزګان د شهید حساس په ولایت کې وموندل شوه چې له کبله یې یو ۱۱ کلن ماشوم د تل لپاره فلج شو.

د عامې روغتیا وزارت وايي سږکال د نړۍ د پولیو ۷۵سلنه پېښې په افغانستان کې موندل شوي‌دي.

له افغانستان وروسته، پاکستان او نایجریا دوه نور هغه هېوادونه دي چې ګوزڼ په کې شته. په پاکستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د پولیو ۳۰۶ پېښې ثبتې شوې وې خو چارواکي‌ وايي چې سږکال په کې یوازې څلور پېښې موندل شوي ‌دي.

نایجریا چې په ۲۰۱۶ کې په کې د پولیو ۱۱۲۲پېښې ثبتې شوې وې، په تېرو دوو کلونو کې په کې د پولیو پېښې صفر ته رسېدلې دي.

افغان چارواکي وایي‌ دا مهال په ټول افغانستان کې ۱،۲ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه بې برخي دي. ځکه چې د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې " دوی په هغو ولسوالیو کې ژوند کوي چېرې چې د پولیو واکسین کمپاینونو ته کور په کور اجازه نه ورکول کیږي، یا کورنۍ د پولیو واکسین څخه ډډه کیږي او یا هم کله چې واکسیناتوران کورنو ته ورځي، ماشومان د واکسین کولو لپاره نه راویستل کیږي".

د افغانستان د پولیو د ملي کمپاین مشر ګلاجان ایوب وایي د پولیو ډېرې پېښې په نا امنه سیمو کې ثبتې شوي‌دي. د ښاغلي‌ ایوب په وینا په دغو سیمو کې د پولیو پر ضد کمپاینونه هم کیږي‌او له کورینو غوښتل کیږي چې خپلو بچیانو ته دا واکسین ونکړي.

پولیو یو ساري وایروسي مرض دی چې په ګرم موسم کې یې خپرېدل زیاتیږي. خو دوه څاڅکي واکسین، چې بیخي خوندي او کوم جانبي‌ عوارض هم نلري، دغه ویروس ختمولی او یو ماشوم له معلولیت څخه ژغورلی شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي د سپټمبر له ۲۴ څخه تر ۲۸ ڼیټې پورې په هغو سیمو کې چې د پولیو د لوړ خطر سره مخ دي، ماشومانو ته واکسین کوي. وزارت له ټولو کورنیو غواړي‌چې خپل ماشومان واکسین کړي.