افغان چارواکي وایي د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د افغانستان د استقلال د ورځې مبارکي ورکړې او د مبارکۍ یو پیغام یې ور استولی دی.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي چې ولسمشر ټرمپ په خپل پيغام کې د افغانستان د روانې شخړې د سیاسي حل په اړه هم خبره کړې ده.
که څه هم سپېنې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ښاغلي چخانسوري د دغه پيغام ځينې برخې په خپل ټویټر کې خپرې کړې دي.
د هغه په وینا ولسمشر ټرمپ لیکلي دي "د سوله ییز سیاسي حل هدف مشترک تعهد دی او دواړه دولتونه یې سره تړلي دي."
He adds: “The goal of a peaceful political settlement is a shared commitment that binds our two states. Once achieved, it is our hope that the United States will continue to deepen our relationship with an #AFG that is whole, at peace, and integrated into its broader region.”
— Haroon Chakhansuri (@hchakhansuri) August 19, 2018
ښاغلي ټرمپ هیله ښودلې ده چې امریکا به له افغانستان سره د سولې او په سیمه کې د ورګډېدو په برخه کې خپل روابط نور هم پراخ کړي.
ولسمشر ټرمپ همدغه راز د سولې او ثبات په برخه کې د ملي یوالي د مشرتابه هلې ځلې هم ستایلي دي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د افغانستان د استقلال د ورځې مبارکي ورکړې ده او په یوې اعلامیې کې یې ویلي دي چې د کابل-واشنګټن قوي روابط د امنیت، ثبات او د افغانستان پر ښیرازۍ متمرکز دي.
اخوا ولسمشر غني په لوی اختر کې له طالبانو سره د ممکنه اوربند په اړه هم له افغان سیاستوالو او نورو اړخونو سره خبرې کړي دي او ارګ واييچې په دې اړه به ژر د افغان حکومت دریځ اعلان شي.