افغانستان له ایرلنډ څخه د دریو لوبو لړۍ ۳-۰ وګټله

Afghanistan cricket

افغانستان له ایرلنډ څخه درېیمه لوبه هم وګټله.

دا لوبه هم د ابوظهبۍ د شیخ زاید په لوبغالي کې وشوه. د سه شنبې د ورځې جنوري ۲۶ (سلواغه۷) په لوبه کې ایرلنډ د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د منډو کولو بلنه ورکړه.

افغانستان په ۵۰ اورونو کې ایرلنډ ته د ۲۶۷ منډو هدف ورکړ. تر ټولو ډېرې منډې ۴۸ راشد خان او ۴۱ کپتان اصغر افغان وکړې.

که څه هم د ایرلنډ لوبډلې د هدف د ترلاسه کولو لپاره ښه پیل وکړ او یو لوبغاړي پاول سټرلېنګ یې سلیزه هم وکړه، خو لوبه یې وبایلله.

د ایرلنډ ټول لوبغاړي په ۲۳۰ منډو وسوځېدل. راشد خان د ایرلنډ څلور، مجیب دوه، نوین الحق او محمد نبي یو-یو لوبغاړي وسوځول.

دا لوبې د ۲۰۲۳ د نړیوال جام د غوراوي دي چې ۱۳ لوبډلې په کې سیالي کوي او تر ۲۰۲۲ پورې به یې د سر اته لوبډلې نړیوال جام ته وځي.

په هر بري سره ۱۰ نومرې دي، افغانستان له ایرلنډ څخه درې لوبې وګټلې او په دې سره یې ۳۰ نومرې واخیستې.

افغانستان په دغه لړ کې د پاکستان او هند په ګډون له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم لوبې لري.