د امریکايي ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت له کمېدلو وروسته د افغانستان په پایتخت کابل کې خلک د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.
د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۷ (سلواغې اتمه) یو ډالر ۸۰ افغانۍ شو. په وروستیو څو اونیو کې یو ډالر په ۷۰ افغانۍ تبادله کېده.
د کابل ښار اوسېدونکي وايي د خوړو او د ژوند د اساسي ضرورتونو د نورو توکو بیې لوړې شوي دي. دوی اندېښنه لري چې دا قیمتونه ښايي بیا راښکته نه شي.
کتونکي په دې باور دي چې د افغانیو په ارزښت کې بدلون د امریکا د بهرنیو مرستو د بندولو په اړه د ټرمپ له پرېکړې سره تړاو لري. د امریکا متحده ایالات د افغانستان لپاره تر ټولو زیاته مرسته چمتو کوي.
شنونکو وویل، د افغانستان د اسعارو ثبات په یوه برخه کې د هغو امریکايي ډالرو پورې اړه لري چې مرستندویه موسسو ته ځي چې بیا په بازار کې د افغانیو په بدل کې تبادله کیږي.
شنونکی طارق فرهادي چې په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته د افغانیو د ثبات په برخه کې سلاکار و، وویل، وېره دا ده چې "دا ډالر نور نه راځي. نو افغانۍ اخیستونکي نه لري."
په کابل کې ۴۰ کلن دوکاندار عبدالمعروف نیاز زاده وايي، دا بدلون "شاید د نورې نړۍ لپاره هیڅ معنی ونه لري، خو دا په افغانستان کې لوی اغیز لري."
هغه وويل: "په بيو کې بدلون ښايي د سوداګرو لپاره د پام وړ نه وي، خو د بې وزلو لپاره دا ډېره سخته ده." هغه يادونه وکړه چې د ورځنيو توکو لکه اوړو، غوړيو او وريجو په بيو کې له ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام د جنوري په میاشت کې وویل چې په افغانستان کې نږدې ۱۵ میلیون خلک له لوږې سره مخامخ دي، چې د ملګرو ملتونو ددغې ادارې لخوا په روان سخت ژمې کې ورسره د مرستې هڅه کیږي.
په کابل کې ۲۸ کلن صراف طوفان احمدي فرانس پرس ته وویل: "خوراکي توکي، تېل، ګاز، هر څه قیمت کیږي."
نړیوال بانک د ۲۰۲۴ کال د دسمبر میاشتې په یو راپور کې وویل چې د افغانیو ثبات "په لویه کچه د افغانستان په وړتیا پورې اړه لري چې هېواد ته د بهرنیو اسعارو دوامدار جریان خوندي کړي د تادیانو له لارې او یا هم د خپلو صادراتو د پراخولو له لارې."
په راپور کې ټینګار شوی چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې دومره ندي چې دغه هېواد له بهرنیو اقتصادي اغیزو څخه وژغوري.
د افغانستان مرکزي بانک د دوشنبې په ورځ د ۲۵ میلیون ډالرو د لیلام اعلان وکړ او افغانانو ته یې ویلي چې د اسعارو په ارزښت کې د بدلون په اړه "اندېښنه مه کوئ" خو زیات شمېر افغانان د خپلو افغانیو د بدلولو لپاره بانکونو ته تللي دي.
ددې مطلب لپاره د فرانس پرس له معلوماتو استفاده شوې ده.