د جګړې په ختمېدو او اوربند په ټینګېدو د افغانانو ټینګار

دا انستتیوت وايي چې د افغانستان په پنځو زونونو کې د سولې روانو خبرو په اړه ځايي جرګو کې نظر پوښتنې ترسره کړي دي.

د کابل د سولې انستتیوت وايي چې د دوی د څېړنو پر بنسټ د افغانستان عام خلک د سولې ټېنګېدو او د بېړني اوربند غوښتونکي دي.

دا انستتیوت وايي چې د افغانستان په پنځو زونونو کې د سولې روانو خبرو په اړه ځايي جرګو کې نظر پوښتنې ترسره کړي دي.

د دغه بنسټ د خپرونو مشر حبیب الله قاضي زاده نن سه شنبه اپرېل ۲۷ (غویي ۷) وویل په جرګو کې د خلکو راټول شوي نظرونه به د سولې خبرو ښکېلو خواوو سره شریکې کړي.

هغه زیاته کړه: "د نظر پوښتنې ګډون کوونکي د اوربند نه ټینګېدو، د یوې ښې کړنلارې نشتون، د خلکو ښه استازیتوب نه کېدل او د سولې په خبرو کې د نرمښت نه کارولو په اړه اندېښمن دي."

تېره ورځ په بامیان کې په دې اړه یوه غونډه او جرګه هم وشوه.

د ښځو د حقونو یوې فعالې خدیجه صفري په همدې څېړنې کې ویلي: "هغه وګړي چې تر اوسه یې غږ نه دی اورېدل شوی نن په همدې جرګې کې راغونډ شوي دي. دوی خپل غږ اوروي خو لا هم د ښځو غړیتوب کمرنګه دی."

له بلې خوا په غزني ولایت کې یو شمېر ښځینه دولتي کار کوونکي وايي، د خپل نا څرګند برخلیک په اړه اندېښمنې دي.

د دولت کارکوونکي بصیره جلالي وویل: "نه غواړو د سیاسونو، نړیوالو یا د حکومت د معاملو ښکار شو."

د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست هم یادې اندېښنې پر ځای بولي او د سولې په خبرو کې د بېړني اوربند د ټینګېدو غوښتنه کوي.

عام افغانان په داسې حال کې د سولې راتګ ته ورځې او شپې سبا کوي چې دوحې کې د سولې خبرو لا نتیجه نه ده ورکړې.

په پام کې وه چې د اپرېل په ۲۴ د ترکیې په استانبول کې د سولې خبرو اترو په اړه ناسته ترسره شي خو د طالبانو نه ګډون له امله د اختر وروسته وځنډول شوه.