د بلوچستان په چمن کې د پنډیانو پرلت له ۱۷ میاشتو راهیسې دوام لري

پاکستان له خوا افغانستان سره په تګ راتګ د پاسپورټ او ویزې کړنلارې اعلان وروسته د ۲۰۲۳ کال اکتوبرمیاشت کې ددغې پریکړې سره مخالفت لپاره چمن کې زرګونو کسانو پرلت پیل کړ چې لا هم دوام لري. (عکس ارشیف).

د بلوچستان ایالت په پښتون میشته سیمه چمن کې د پنډیانو (لغړیانو) د پرلت دا دی ۱۷ میاشتې وشوې خو د پاکستان مرکزي حکومت یې لاهم غوښتنې نه دي منلې.

که څه هم د پروسږ کال د جولای میاشتې پر ۲۱ یوه حکومتي پلاوي د ملک عنايت خان کاسي په مشرۍ اعلان وکړ چې د چمن - سپین بولدک ترمینځ به د پخوا غوندې پر پاکستاني شناختي کارت او د افغانستان پر تذکره د تګ راتګ اجازه وي خو وروسته پرې عمل ونشو.

د چمن پرلت يو مشر غوث الدين وايي، د دوی په ولسوالۍ کې د ډېرو خلکو کار روزګار د سپین بولدک له سوداګریزه منډۍ سره تړلی وو خو د پاکستانۍ ویزې شرط وروسته زرګونه خلک بې روزګاره کړي دي.

نوموړي د فبرورۍ پر ١٠ ( د سلواغې په ٢٢) امريکا غږ ته وويل، "موږ پر ډيورنډ کرښه اوسېدونکي خلک له دواړو خواوو کلي لرو او د ويزې شرط زموږ د ولسونو روزګار اغېزمن کړی دی."

هغه وويل، "زموږ د پرلت جايزې غوښتنې د هېواد ټولو سياسي ګوندونو منلي دي خو د پاکستان حکومت یې نه راسره مني. "

نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل، د پاکستان تر جوړېدو مخکې په هند کې د انګلیس امپراتورۍ او افغان حکومت ترمنیځ داسې هېڅ تړون نشته چې پر ډیورنډ کرښه میشت پښتانه دې په ويزه يا پاسپورټ تګ راتګ وکړي.

د پاکستان مخکیني لنډمهالي حکومت د ٢٠٢٣ کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه افغانستان ته د تلونکو خلکو لپاره د ویزې شرط ولګاوه خو دې حکومتي فرمان په چمن کې د پنډیانو او ګڼدي وړونکو کارګرانو په مینځ کې سخت غبرګون راوپاروه چې پرضد یې د اکتوبر میاشتې پر ۲۱ نېټه په چمن کې پرلت وواهه او دا دی تر ننه دوام لري.

د چمن پرلت يوبل تنظیموونکي او سوداګر وايي، چې په کندهار کې د پاکستان جنرال کونسلر افغان چارواکو سره يوه موافقه کړې چې د مۍ میاشتې له لومړۍ نېټې به د افغانستان موټر چلوونکي او کلينران نور پاکستان ته په پاسپورټ او ويزه تګ راتګ کوي.

حاجي صادق خان د فبرورۍ په ١٠ (د سلواغې په ٢٢) امريکا غږ ته وويل، د چمن ولسونه هېڅ روزګار نه لري، هغوی د چمن-بولدک ترمینځ ګنډې او پنډې وړي راوړي او خپلې کورنۍ ته ګوله ډوډۍ ګټي. خو د پاکستان حکومت پرې هغه روزګار هم و تاړه."زموږ ولس نور لوږې ته اړ دی. د پاکستان حکومت ته خواست کوو چې پر موږ دې نور دغه ظلم بند کړي. "

د چمن پرلتوالو د غوښتنو په ځواب کې د یادې ضلع (ولسوالۍ) مرستیال کمېشنر ادعا وکړه چې هلته نور پرلت نشته. د ورځې پنځه یا شپږ زره کسان په ويزه ځي راځي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې حبيب الله بنګلزي د موټر چلونکيو او کلينرانو د ويزې د شرط په اړه وویل، "نور به هغوی هم په ويزه باندې ځي راځي ځکه چې حکومت د پاکستان د سلامتيا په خاطر د هر چا لپاره د ويزې شرط ايښی دی چې هېواد ته د راتلونکو خلکو بشپړ مالومات له ادارو سره خوندي وي."

یاده دې وي چې د پاکستان حکومت تر دې وړاندې د ۲۰۱۶ کال د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا پر تورخم دروازه افغانستان ته تلو لپاره د ویزې شرط لازمي کړی وو.