افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د هرات په ولایت کې د تیر۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اومې ورځې د زلزلې څخه د یو کال پوره کیدو په مناسبت ویلي چې که څه هم زلزله ځپلو سره ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادرو مرستې کړي، خو لا هم زیات شمیر کسان مرستو ته اړتیا لري ځکه چې ددغه ناروین وروسته هغوی ډیر زیان منوونکي شوي دي.
یومانا د دوشنبې په ورځ اکتوبر اووم ( تلې۱۶) د ایکس په پاڼه مصیبت ځپلو افغانانو ته د زیات ملاتړ د برابرولو غوښتنه کړې ده. په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف)هم د هرات ولایت د تیرکال د زلزلو ځپلو په اړه په یو راپور کې د دغه ولایت په زلزلو کې ماشومانو ته د زیات ملاتړ د برابرولو غوښتنه کړې ده.
یونیسف د دوشنبې په ورځ په دې راپور کې ویلي چې د هرات ولایت د تیرکال د زلزلې وروسته زلزله ځپلو ټولنو کې ددغه ناورین څخه د بیرته ښه کیدو نښې لیدل کیږي.
یونیسف ویلي : " کورنۍ ورو ورو بیرته په خپلو پښو دریږي، هغوی د ناورین وروسته بیرته له سره ژوند پیلوي او خپل کورونه ابادوي. خو پرمختګ ماتیدونکی دی. ژمی د رسیدلو په حال کې دی او د ټولنې د انعطاف منلو توان لا کمزوری دی، چې د وضعیت د ښه کیدوهڅې بیرته شاتګ ته کواښوي او هغوی چې خپل خپلوان، کورونو او معیشت یې له لاسه ورکړی او لا هم د ستونزو سره لاس او ګریوان دي لا د ستونزو سره مخ کوي".
د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې د اکتوبر په اووم ( تلې ۱۵) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر اا ( تلې ۱۹) او د اکتوبر۱۴ (تلې۲۲) هم په همدې کچه زلزلې شوې چې تر ډیره یې د دغه ولایت په نهو ولسوالیوخلکو ته خورا زیات ځاني او مالي زیان اړولی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په دې زلزله کې له۱۵۰۰څخه ډیر کسان مړه او له ۲۶۰۰ څخه نور ډیرکسان ټپیان شوي وو. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په دغو زلزلو کې ۴۰ زره کورونه ویجاړ شوي او یا هم ورته زیان رسیدلي دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف ویلي چې ددغه ناورین څخه د یو کال د تیریدو وروسته دغې ادارې د اوبو د سیستمو د بیا رغونې، د ښوونځیو د ټولګیو د بیرته جوړولواو پرته د وقفې ماشومانو او ښځو ته د روغتیايي خدمتونو د برابرولو او هغوی ته د خورو د چمتو کولو لپاره هڅې کړي دي، چې ددغو هڅو په ترڅ کې د پنځه کلنو ښکته عمر د ۴۰۰ زره ماشومانو په ګډون له یو میلیون څخه زیاتو کسانوسره د یونیسف په مرسته ګمارل شویو روغتیايي ټیمونو له خوا مرستې شوي دي.
همداشان د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي چې په دغه موده کې يې ۲۱ زره او ۶۰۰ کسانو ته د څښلو پاکې اوبه او۲۵ زره نورو کسانو ته د حفظ الصحې امکانات برابر کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي چې نه یوازې په بیړني حالاتو کې د مرستو برابرولو ته ژمن دی، بلکې په اوږده موده کې هم د ناورین څخه ځپل شویو ټولنو ته د ناورین څخه د وتلو لپاره مرستو برابرولو ته دا ادره ژمنه ده.
یونسیف ویلي چې د زلزلې وروسته سیمه ییزو ټولنو په فعال ډول د خپل انعطاف د پیاوړي کیدو لپاره کار کړی او ځینو اوسیدونکو د خپلو کورنو د بیا ودانولو نوښت پیل کړی دی.
په دې راپور کې ویل شوي: " د کرنیل په کلي کې د ټولنې یو غړي یو قدم وړاندې اخیستی او د خپل نوي جوړ شوي کور یوه برخه یې د یو موقتي ښوونځي لپاره وقف کړې ده. اوس یونیسف د ښوونیزو موادو لکه د ښوونځیو بکسې، کتابچې او د ښوونځي نورو موادو په برابرولو سره ددې ځای څخه ملاتړ کوي ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې په ساحه کې ماشومانو ته د زده کړې امکانات برابر شي".
یونیسف ویلي چې په ټول افغانستان کې ماشومانو ته د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخه کې اساسي اړتیاوې برابروي او هم ددغه هیواد د عامه ښوونیز په سیستم باندې پانګونه کوي.
یونیسف راراون ژمي ته په کتو ویلي ماشومانو ته اوس مهال اود راتلوونکې لپاره ملاتړ خورا زیات مهم دی او پرته د ملاتړ څخه تراوسه په دې برخه کې ترلاسه شوی پرمختګ به بیرته له منځه لاړ شي، چې ورسره به تر ټولو زیات زیانمنونکي ماشومان د نوو بحرانونو د راپورته کیدو پرمهال د لوی ګواښ سره مخ شي.