د سولې بین الافغاني مذاکراتو پر پیلېدو د بشري حقونو کمېسیون ټينګار

ولسمشر غني وایي افغانستان به داسې سولې ته رسیږي چې په کې د ټولو افغانانو حقوق خوندي شي

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون یو ځل بیا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو له مذاکراتي ټېمونو څخه غوښتي چې د خبرو مېز ته په حاضرېدو سره ژر تر ژره مذاکرات پيل کړي.

دغه کمېسیون د یکشنبې په ورځ فبروري ۱۴( سلواغې ۲۶) پر خپل ټویټر لیکلي: "کميسيون د دواړو لوريو مشرانو ته د خپل ليک په بيا خپرولو سره د خبرو مېز ته د هغوى د را ګرځېدو غوښتونکي دي او د جګړې د ناموجه انساني، مادي او معنوي لګښتونو د راکمولو لپاره، د ژر تر ژره اوربند پر اړتيا او د جګړې ختمولو پر هر اړخيزو او مسوولانه هڅو ټينګار کوي."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جنورۍ میاشتې پر څلورمه نېټه هم د دغه اعلامیې په خپرېدو سره په هیواد کې د تاوتریخوالي کمېدو او د ژر تر ژره اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې وه.

د دغه کمېسیون په باور د تاوتریخوالي دوام د هرې ورځې په ترېدو له افغانانو قرباني اخلي او په وینا یې دوام یې د سولې په اړه خلک نا هیلې کړي دي.

په دغه لیک کې دواړو مذاکره کوونکو پلاو ته په خطاب کې ویل شوي: "موږ په بې صبرۍ سره، د ۲۰۲۱د جنوري په پنځمه نېټه، د مذاکراتو مېز ته ستاسو بیا ورتلو ته منتظر یو. اوس د خپلو تېرو ليکونو او څرګندونو په تعقيب، يو ځل بیا د دې ليک په ترڅ کې د سولې د مذاکراتو په اجنډا کې د سملاسي اوربند اړتيا، د قربانيانو د ګډون ارزښت او د بشر حقونو او قربانيانو د حقونو ارزښت ته ستاسو پام را اړوو."

د بشري حقونو کمېسیون پر داسې مهال د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ټینګېدو باندې ټینګار کوي چې د افغان امنیتي چارواکو په وینا دا مهاله د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې وقفه يي جګړه روانه ده او د څه وخت راپدېخوا په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پیلېدل هم ځنډېدلي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر او یو شمېر نورو افغان چارواکو ویلي و چې وسله وال طالبان د خبرو مېز ته حاضرېدو پر ځای پر سیاسي سفرونو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني نن یکشنبه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو وتلو د ۳۲ کالیزې په مناسبت پیغام کې وویل چې اوس مهال د جګړې پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو فرصت رامنځته شوی دی.

هغه وویل چې افغانستان به سولې ته رسیږي. په وینا یې داسې سوله چې هغه کې د ټولو افغانانو حقوق خوندي شي.