په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د علي وزیر ضمانت ومنل شو.
نوموړي نن سې شنبه نومبر ۳۰ (لېندۍ ۹) پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې دغه خبر تائید کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو مخکښو غړو او پلویانو هم د علي وزیر د ضمانت منظورېدو خبر تائید کړی دی.
د پښتون ژغورني غورځنګ دغه مخکښ غړی کال مخکې د پاکستان په «ایف آر آی» کې نیول شوی و.
پر همدې مهال د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د سپریم کورت بېنچ کې ښاغلی طارق مسعود، جمال مندوخېل او امین الدین خان د علي وزیر ضمانت منظور کړ، علي وزیر یوازې د یوې وینا له امله ۱۱ میاشتې په زندان کې پاتې شو، دا ډېر زیات وخت دی، خوشاله یو چې د علی وزیر ضمانت منظور شو."
#Congratulations Bench headed by by Justices Tariq Masood, Jamal Mandokhel and Aminudin Khan of the Supreme Court have granted bail to @Aliwazirna50. Ali has remained in prison for over 11 months for a speech. It took a long time but glad that Ali will be out on bail.#ThanksLala pic.twitter.com/4rP8FwN5Nm
— Mohsin Dawar (@mjdawar) November 30, 2021
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وړمه ورځ په کوټه کې د هغه د خلاصون په هدف لویه غونډه رابللې وه.