شرف نایب هغه افغان دی چې له شنو وښو څخه یې د ۲۰۱۹م د کرکټ نړیوال کپ نمونه جوړه کړې ده.
د (ورلډ کپ) په رسمي فیسبوک کې د هغه تصویر خپور شوی دی او غوښتل شوې چې باید دا افغان (هنرمن) پیدا او وپېژندل شي. په زرګونو کسانو د ښاغلي نایب دا هنر ستایلی، پرې تبصرې کړې او له نورو سره یې شریک کړی دی.
😍 WE. LOVE. THIS. 😍 A brilliant Cricket World Cup trophy made out of grass in Afghanistan, and we%27d love to find the person who made it! pic.twitter.com/iAGdkgx5gE
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) May 1, 2019
شرف نایب د کابل اوسېدونکی دی او وایي چې له کرکټ سره یې بیسارې مینې هغه اړ کړ چې دا کار وکړي.
نایب امریکا غږ اشنا ته وویل "یو وخت کې اوازه شوه چې نړیوال کپ افغانستان ته نه راوړل کیږي، زه ډېر خپه شوم او بیا مې دا کپ جوړ کړ."
جعفر هاند له شرف نایب سره مرکه کړې ده، دلته یې واورئ