د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام: څومره ملکونو خپلې لوبډلې اعلان کړي؟


د کرکټ نړیوال جام لپاره چې د روان کال د می د میاشتې په اخیره کې په برتانیا کې پیلیږي، یواځې نیوزلینډ د ملي لوبډلې اعلان کړیدی

د آی سي سي خپرونه لیکي چې تر اوسه ورته یواځې نیوزلینډ د خپلې ١٥ کسیزه لوبډلې د لوبغاړو نومونه ورکړیدي.

د افغانستان کرکټ بورډ تیره اونۍ ناڅاپي پخوانی کپتان اصغر د کپتانۍ نه لیرې کړ او د هغه پر ځاې یې گلبدین نبي کپتان وټاکه. د افغانستان کرکټ لوبډلې ٢٣ کسان دا اوس وخت په جنوبي افریقا کې دي او د حتمي لوبډلې د اعلان نه مخکې به شپږ تمریني لوبې کوي.

نور ټول غړي ملکونه به د اپریل د ٢٣ پورې خپلې لوبډلې اعلانوي.

د کرکټ نړیواله شورا وایي چې هند، پاکستان، جنوبي افریقا او انگلستان ورته د لوبډلو د اعلانولو نیټې ورکړیدي.

هند چې دا وخت د نړیوال جام لپاره یو د تر ټولو غوره لوبډله بلل کیږي، به راتلونکي اونۍ د خپلې لوبډلې اعلان وکړي.

XS
SM
MD
LG