کارپوهان: پاکستان کې سیاسي ناڅرګند وضعیت ښایي څو اوونۍ وخت ونیسي

پولیسو د پاکستان تحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر غړي د مظاهرو په ترڅ کې نیولي دي.

یو شمیر تحلیلګران چې د پاکستان د چارو په هکله معلومات لري وایي چې پدې هیواد کې نا معلوم سیاسي وضعیت ښایي څو اوونۍ وخت ونیسي ځکه چې له یوې خوا په انتخاباتو کې هیڅ ګوند د پارلمان اکثریت ندی ګټلی او بله دا چې سیال ګوندونه لا هم د ائتلافي حکومت په جوړیدو سلا شوي ندي.

دې کارپوهانو همدارنګه ویلي چې د ځینو انتخاباتي حوزور د نتیجو په خلاف په محکمو کې عریضې هم شوي چې د سیاسي نا څرګند وضعیت د دوام یو بل دلیل دی.

په پاکستان کې میشتې مبصرې امبر رحیم شمسي د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکې کې دوشنبه فبروري ۱۲ (سلواغې ۲۳) وویل چې د تیرې پنجشنبې ورځې د انتخاباتو مشروعیت لپاره د دریو ستونزو احتمال شته چې په محکمو کې اوږد قانوني جنجال، مظاهرې او تشدد پکې امکان لري.

سره لدې چې د فبروري میاشتې په اتمې نیټې انتخاباتو کې د عمران خان ګوند او نورو خپلواکو کاندیدانو د پارلمان ۱۰۱ څوکۍ ګټلي خو د دې هیواد د قانون له مخې یوازې یو رسمي ګوند او یا د ګوندونو ائتلاف کولی شي چې حکومت جوړ کړي.

پداسې حال کې چې ډیر احتمال شته چې د نواز شریف مسلم لیګ او د بلاول بهټو پیپلز ګوند ائتلافي حکومت جوړ کړي خو پدې انتخاباتو کې ځینو وړو ګوندونو لږ تر لږه یوه یا دوه څوکۍ ګټلي دي او که چیرته خپلواک کاندیدان ورسره لاس یو کړي، د ښاغلي شریف د صدراعظم کیدو په مخکې خنډ جوړولی شي.

د پارلمان لږ تر لږه ۷۰ څوکۍ میرمنو او مذهبي اقلیتونو ته ځانګړې شوي او پداسې حال کې چې دا ډول کار په پاکستان کې هیڅکله ندی شوی او د قانوني ستونزو سره مخ کیدی شي خو که واړه ګوندونه، خپلواک کاندیدان او همدا ۷۰ څوکۍ لاس یو کړي، د نوي حکومت جوړولو لپاره د یو قوي اړخ په توګه مطرح کیدی شي.

میرمن شمسي وایي دا پارلماني انتخابات دومره جنجالي و چې که هر ډول ائتلافي حکومت جوړ شي، " په لنډې مودې کې چې سیاسي جنجالونه په اوج کې دي، په پاکستان کې هغه اصلاحات نشي راوستلی چې سخته اړتیا ورته شته خو ډیر محبوبیت نلري".

د حقوقي چارو تحلیلګر اسامه ملک بیا پدې نظر دی چې په پاکستان کې په اوس وخت کې محکمې په خورا نازک وضعیت کې دي ځکه همدا محکمې باید حکم وکړي چې آیا په ځینو انتخاباتي حوزو کې چې د نتیجو پر سر یې جنجال دی، رایې پکې د سره وشمیرل شي که نه.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشران ټینګار کوي چې پدې انتخاباتو کې یې تر ټولو ډیرې څوکۍ ګټلي او د حکومت جوړیدو لپاره یې د"ولس واک" تر لاسه کړی.

د انتخاباتو نتیجو پر سر د جنجال له کبله د داسې مظاهرو اټکل تل په پاکستان کې کیدی شي چې تشدد پکې کیږي. د پي ټي آی او پولیسو تر منځ تیره ورځ هم اخ او ډب شوی او پولیسو د اوښکې بهونکي ګاز څخه کار اخیستی.

په پاکستان کې د احتمالي جنجال له کبله د ملګرو ملتونو عمومي منشي دوشنبه د دې هیواد له چارواکو وغوښتل چې د "موجوده حقوقي کاري چوکاټونو" له لارې دې جنجالونه حل کاندي.

د ښاغلي ګوتریش ویاند سټیفان دوجاریک خبریالانو ته وویل، "د ملګرو ملتونو عمومي منشي د چارواکو او سیاسي مشرانو څخه غواړي چې فضا آرامه وساتي او هر ډول تشدد رد او ځان ترې وساتي".

په لسګونو انتخاباتي حوزو کې چې د نتیجو پر سر یې جنجال نشته، ښایي بیا پکې په انفرادي توګه انتخابات وشي. داسې هم شوي چې ګڼ شمیر کاندیدانو په څو انتخاباتي حوزو کې رایې ګټلي چې په قانون کې ورته اجازت شته خو باید یوه حوزه د ځان لپاره وټاکي.

نتیجه چې هر څه وي، د پاکستان راتلونکی حکومت به د ګڼ شمیر ستونزو سره مخ وي. له یوې خوا دا هیواد په پور کې ډوب دی او له بلې خوا یې اقتصاد د څو لسیزو راپدیخوا د پیسو نړیوال وجهي صندوق ، عربي او نورو هیوادونو په پور چلیږي.

په پاکستان کې انفلاسیون اوس مهال تقریباً ۳۰ فیصدو ته نږدې شوی او د دې هیواد پولي واحد د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا خپل ارزښت ۵۰ په سلو کې بایللی دی.

مبصرین وایي چې د دې انتخاباتو څخه وروسته به هیڅ یو حکومت سیاسي خوندیتوب او آرام وخت ونلري او ځیني یې وایي چې ښایي سیاسي نا امني به تر راتلونکو انتخاباتو پورې روانه وي.