د اذربایجان او ارمنیانو د جګړې نهمه ورځ 

ارمنستان او اذربایجان د دوشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۴) د جګړې په نهمه ورځ یو بل پر ملکي سیمو باندې په بریدونو تورن کړل.

دا په تیرو ۲۵ کالو کې د جنوبي قفقاز پدغه سیمه کې تر ټولو خونړۍ جګړه ده چې د ناګورنو قره باغ پر سر په کې په سلګونو کسان وژل شوي دي.

د نړیوال قانون له مخې د ناګورنو قره باغ غرنۍ سیمه د اذربایجان د خاورې برخه ګڼل کیږي. خو ددې سیمې اکثریت اوسیدونکي ارمنیان دي او د اذربایجان واکمني نه مني.

جګړې د تیرې اونۍ په پای کې زور اخیستی او د یو اوربند رامنځ ته کیدل د اذربایجان د جمهور رئیس الهام علییوف د تندې تلویزیوني وینا وروسته اوس ممکن نه بریښي.

الهام علییوف د یکشنبې په ورځ ولس ته په تلویزیوني وینا کې وویل چې ځواکونه یې پرمختګ ته دوام ورکوي او هغه ځمکې نیسي چې په ۱۰۶۰ لسیزه کې یې ارمنیانو ته یې له لاسه ورکړې دي. خو ارمنستان دا ادعا رد کړې ده.

ښاغلي علییوف وویل چې ارمنیان باید د ناګورنو قره باغ نه د وتلو مهالویش جوړ کړي او ټولې اذري سیمې خوشې کړي او په وینا یې اذربایجان به تر هغه د پوځي اقدام څخه لاس وانخلي تر څو دا کار نه وي شوی.

هغه زیاته کړه چې: «اذربایجان یو شرط لري او هغه د خپلو سیمو ازادي ده. ناګورنو قره باغ د اذربایجان خاوره ده.»

د ښاغلي علییوف له وینا وروسته د ارمنستان د دفاع وزارت یو چارواکي ارتسرون هوهانیسیان وویل: «زه فکر نه کوم چې ایروان (د ارمنستان پلازمینه) ته دې خطر وي، خو په هر حال مونږ په جګړه کې یو.»

ستونزه کله پیل شوې

له بلې خوا دغې جګړې د جنوبي قفقاز د سیمې په هکله نړیوال اندیښمن کړي دي له کوم ځای څخه چې د اذربایجان تیل او ګاز نړیوال مارکیټ ته لیږدول کیږي او همداشان ددې امکان شته چې سیمه ییز قوتونه هم په جګړه کې ښکیل شي. ترکیه د اذربایجان ملاتړ کوي او روسیه د ارمنستان سره دفاعي تړون لري.

په اتیایمه لسیزه کې دغه سیمه د پخواني شوروي اتحاد د اذربایجان جمهوریت د سرحد په اوږدو کېوه، خو هغه وخت ټول تصمیمونه مسکو کې نیول کیدل.

کله چې شوروي اتحاد په ړنګیدو شو، څرګنده شوه چې ناګورنو قره باغ به د اذري حکومت د مستقیم کنترول لاندې شي. ارمني نژادو دا ونه منله.

په نتیجه کې فرقه یي کړکیچ رامنځ ته شو او په ۱۹۹۱ کې د اذربایجان او د ناګورنو قره باغ د ارمني نژادو ترمنځ کړکیچ چې ارمنستان یې ملاتړ کاوه په جګړه واوښت. په زرګونو کسان ووژل شول او په سلګونو زره بیځایه شول.