اشرف غني: طالبان د سولې په پرتله واک رسېدو ته ډېر لیوال دي

فارین افیرز د ښاغلي غني مقاله خپره کړې ده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې، مذاکرې او جګړې د طرحې په اړه یوه مقاله لیکلې چې «Foreign Affairs » خپره کړې ده.

ښاغلي غني په دغې مقالې کې ویلي دي چې هغه او حکومت یې سوله غواړي خو که طالبان جګړه کوي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به ورسره وجنګیږي او «که بیا هم طالبان مذاکرات ردوي، د ګور سوله به یې خوښه کړې وي».

ولسمشر غني لیکلي دي چې د بهرنیو ځواکونو وتل افغانانو ته د رېښتیني حاکمیت د ترلاسه کولو فرصت برابروي او ډېر ژر به د افغانستان حکومت د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره د نظامي چال چلند په اړه پرېکړې وکړي.

له دې وروسته به د طالبانو دا دلیل چې ګنې د بهرني ځواک په ضد جنګیږي،‌ نه منل کیږي.

هغه طالبان ننګولي چې ځواب ووایي آیا انتخابات مني، د ښځو او اقلیتونو د حقونو په ګډون د افغانستان د خلکو حقونو ته ژمن دي؟

ولسمشر غني ویلي دي چې د استانبول په کنفرانس د ګډون په نه کولو سره طالبانو دغو ټولو پوښتنو ته منفي ځوابونه ورکړل او په خبره یې داسې ښکاري چې هغوی د سولې په پرتله واک ته ډېر لیوال دي.

هغه وايي چې په خبرو کې به طالبان له سختو پوښتنو سره مخامخیږي، د بېلګې په ډول آیا دوی اماده دي چې له پاکستان سره،‌ چې لوژستیکي او مالي مرستې او د جلب او جذب په برخه کې ورسره مرستې کوي، خپلې اړیکې ختمې کړي. پاکستان نه مني چې طالبانو سره مالي، لوژیستکي او نورې مرستې کوي.

ښاغلي غني لیکلي دي‌ چې د پاکستان غلطه محاسبه هم د سولې لپاره ګواښ دی خو وايي چې پاکستاني مقاماتو داسې مثبتې نښې ښودلې چې د سولې او پرمختګ لاره یې غوره کړې ده.

له دې ټولو سره سره که بیا هم که پاکستان د طالبانو حمایت انتخابوي، په دې مانا ده چې له افغان ملت سره یې جګړه غوره کړې ده او دا هېواد به په نړۍ کې په یو منفور هېواد بدل شي او له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د هېڅ ډول نفوذ قدرت ونلري.

خو پاکستان چارواکو ویلي دي چې د افغانستان د سولې د بهیر ننګه کوي ځکه چې په خبره یې باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه هم دی.