د سولې لپاره د ولسمشر غني د پلان "درې مرحلې" 

ښاغلی غنی به د ترکیې په غونډه کې خپل د سولې پلان اعلانوي

د رویټرز خبري اژانس د ځینو افغان چارواکو له خولې د سولې لپاره د ولسمشر غني د پلان په اړه ځینې مهم جزیات خپاره کړي ‌دي.

د هغه سند په اړه چې ټاکل شوې ولسمشر غني یې د ترکیې په غونډه کې اعلان کړي، د سولې لپاره درې مرحلې ټاکي.

د دغه پلان په لومړۍ مرحلې کې «په سیاسي جوړ جاړي او د نړیوالو تر څار لاندې» اوربند شامل دي. افغان حکومت تل په اوربند ټېنګار کړی دی.

په دویمه مرحله کې یې «د جمهوري ریاست انتخابات، د سولې د حکومت جوړول او د نوي سیاسي نظام» د جوړولو لپاره ترتیبات شامل دي.

ښاغلي غني ویلي دي چې د سولې او اوربند لپاره چمتو دی چې تر وخت مخکې انتخابات وکړي.

د رویټرز خبري اژانس وايي د دغه سند په اساس د ولسمشر غني د سولې د پلان په درېیمه مرحله کې به د افغانستان د پرمختګ لپاره «د اساسي‌ قانون لپاره د چوکاټ برابرول، د کډوالو ادغام» او پرمختګ شامل دي.

په راپور کې د دغه سند په اړه ډېر جزیات ورکړل شوي ‌نه دي. افغان حکومت هم په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

افغان چارواکي وايي ولسمشر غني به خپل د سولې پلان د ترکیې په راروانې غونډې کې نړۍ ته اعلان کړي.

د ترکیې د غونډې دقېقه نېټه لا اعلان شوې نه ده.

تېره ورځ د افغانستان د ملي‌امنیت د شورا مشاور حمدالله محب وویل چې د ترکیې د غونډې لپاره د افغانستان، امریکا او ترکیې استازي په دوحه کې خبرې کوي‌ چې یوې نتیجې ته ورسیږي. هغه په دې اړه نور جزیات ورنکړل.

نن د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وویل چې د سولې لپاره ښايي د افغانستان اساسي ‌قانون تعدیل شي.

هغه وویل"سوله د دې ارزښت لري چې د ټینګېدو لپاره یې د افغانستان په اساسي قانون کې تعدیل ومنو، خو تعدیل د هغه میکانیزم په اساس چې خپله په اساسي قانون کې مطرح شوی دی."

ولسمشر غني‌ ټېنګار کوي چې له انتخاباتو پرته له وخت مخکې د واک انتقال ته چمتو نه دی.