استرالیا د خپلو لوړپوړو پوځي افسرانو پوځي ویاړنې د "جنګي جرمونو" په دلیل سلب کوي چې د هغوی تر څارنې لاندې په افغانستان کې د اوږدې جګړې په ترڅ کې ترسره شوي.
د استرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مارلز د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۲ (وږي ۲۲) د دغه هېواد فدرالي پارلمان ته وویل، هغه جګپوړي پوځي افسران چې په افغانستان کې یې خدمت کړی، هغوی به د خدمت مډالونه له لاسه ورکړي.
دغه مډالونه په عمده توګه هغو استرالیايي پوځیانو ته ورکول کېږي چې په جګړه کې یې د قوماندې او رهبرۍ رول درلود.
د یو شمیر قوماندانانو د مډالونو د لغوه کولو سپارښتنه د قاضي پال بریتون له خوا په ۲۰۲۰ کال ګې په راپور کې د هغو جنګي جرمونو په اړه شوې وه چې ادعا کیږي د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د جګړې پر مهال ترسره شوي دي.
دا "معتبر شواهد" ښيي چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د پوځي ماموریت پر مهال په غیر قانوني توګه ۳۹ کسان وژلي دي.
په ۲۰۱۶ کال کې د استرالیا د دفاع وزارت لوی مفتش قاضي پال بریتون امر وکړ چې په افغانستان کې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د جنګي جرمونو اوازې وڅېړي.
هغه مهال د استرالیا د دفاع وزارت هم یو راپور خپور کړی و چې په کې ویل شوي وو چې د دغه هېواد ۱۹ اوسني او پخواني پوځيان د ۳۹ ملکي افغانانو د وژلو د ادعاوو له امله له احتمالي قانوني او عدلي تعقیب سره مخ دي.
د استرالیا د دفاع وزیر د دغه هېواد پارلمان ته وویل چې لوړپوړي افسران د خپلو قطعاتو د کړنو مسوول دي. هغه وویل: "کله چې تاسو د یوې قطعې قومانده کوئ، پرته له دې چې تاسو شخصا په لومړۍ لیکه کې یاست یا نه، تاسو اکثر وختونه د هغه قطعې د کړنو جایزې او ویاړونه ترلاسه کوئ، په هماغه توګه د هغو نیمګړتیاو مسولیت باید هم ړمنئ چې رامنځته شوي دي."
د استرالیا حکومت نه دي ویلي چې څومره افسران به خپل پوځي ویاړونه له لاسه ورکړي، خو رسنیو ویلي چې دا پریکړه به نهه پخواني او اوسني پوځي قوماندانان اغیزمن کړي. د دغو پوځي قوماندانانو هويت نه دى په ډاګه شوى.
هغوی په لازمي توګه په جنګي جنایاتو ندي تورن شوي، خو د خپلو سرتېرو د ناوړه چلند په اړه د بې غورۍ او نه رپوټ کولو په تور محاکمه شوي دي.
د پارلمان غړي او پخواني استرالیايي سرتیري، اندریو هاستي چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، د پنجشنبې په ورځ پارلمان ته وویل چې قوماندانان دنده لري چې د خپلو سرتیرو کړنې وڅاري.
هغه وويل: "هغه کسان چې ادعا کیږي د بې ګناه خلکو وینې یې توې کړي، يوازې د دې کار مسوول دي، زه دا خبره د چا د بښنې او غندنې لپاره نه کوم، پخو هغو کسانو چې د کماندې په کچه یې د وژل شویو کسانو تصویرونه لیدلي مکلف وو چې پوښتنې وکړي.»
د استرالیا حکومت ټینګار کړی چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د دوی اکثره پوځي پرسونل "مقدس خدمت" ترسره کړی او له هغو کسانو مننه کوي چې د احتمالي غلطو کارونو په افشا کولو کې یې مرسته کړې ده.
د استرالیا لسګونه پوځیان د جنګي جرمونو په تور تر پلټنو لاندې دي. تر اوسه د استرالیا د ځانګړو ځواکونو یوازې څو پخواني عسکر تورن شوي دي.
د استرالیا یو قاضي د تېر کال په جون میاشت کې حکم وکړ چې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو پخواني سرتېري بین رابرټس سمیت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال په غیر قانوني توګه افغان بندیان وژلي او نور جنګي جرمونه یې کړي دي.
د آسټرالیا د فدرالي محکمې قاضي انتوني بسانکو پریکړه وکړه چې په ۲۰۱۸ کې د رابرټس سمت لخوا د یو شمیر جنګي جرمونو په اړه خپاره شوي مقالې چې اوس د یو رسنیز شرکت رئیس دی ریښتیا دي.
فدرالي قاضي وویل، سمیت، چې په افغانستان کې یې د خدمت لپاره په ۲۰۱۰ کال کې د استرالیا تر ټولو لوړ پوځي جایزه ترلاسه کړې وه، "اخلاقي اصول او د پوځي ښکیلتیا قانون یې تر پښو لاندې کړی و" او په خپل عمل یې استرالیا ته شرم اړولی.
حکومت ویلي چې د پیچلتیا او حساس ماهیت له امله د دغو دوسیو څیړل، او حل ښایي کلونه وخت ونیسي.
دغه راز په افغانستان کې د برتانوي او امريکايي ځواکونو د جنايتونو په اړه هم تورونه لګول شوي دي.
د دې مقالې په چمتو کولو کې د رویټرز خبري اژانس راپور کارول شوی.