د افغانستان ولسمشر اشرف غني د بلخ ولایت د امنیې قوماندان بدل کړیدی خو د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور پخپل ټویټر وایي چې د حکومت دغه اقدام د هغوي ضد 'توطيه' ده.
د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین خوشحال سادات په خپل ټویټر پرله پسې دری ټویټونه وکړل. هغه په خپل ټویټر ولیکل چې ولسمشر د بلخ د خراب وضعیت له کبله عبدالرقیب مبارز نوي امنیه قوماندان ټاکلی دی خو اکرم سامع یې پریکړه نه مني. هغه لیکلي:
1/3: د بلخ خراب امنیتي وضعیت ته په کتو جلالتماب جمهور رئيس د 222 د پولیسو ځانګړې قطعې قومندان عبدالرقیب مبارز د دغه ولایت د نوي امنیه قومندان په حیث ګمارلی. له بده مرغه پخوانی امنیه قومندان اکرم سامع چې د دې ولایت د امنيتي وضعیت په مدیریت او بهترۍ کې پاتې راغلی...
— Gen. Khoshal Sadat (@GenKhoshal) March 13, 2019
2/3: نغواړي چې له دندې لرې شي او د دولت په وړاندې د مقاومت ګواښ یې کړی. باید ووایم چې نوی امنیه قومندان د 333 کومانډو ځانګړې قطعې په بدرګه مزار شریف ته رسېدلی او امنیه قومندانۍ ته په لاره دی. وضعیت کاملا کنټرول دی او هیڅ ډول تشویش نشته.
— Gen. Khoshal Sadat (@GenKhoshal) March 13, 2019
د حکومت لخوا د بلخ د امنیې قوماندان جنرال اکرم سامع د گوښه کولو او د هغه پر ځاې د جنرال رقیب مبارز د ټاکلو د اعلان نه وروسته د بلخ پخواني والي عطا محمد نور چې د جنرال سمیع ملاتړ کوي، په خپل ټویټر د مزار د ولس نه وغوښتل چې کاربندیز دې وکړي. هغه ولیکل:
Urgent: I call upon on all residents of Mazar to stay indoor, shops & markets must be kept shut until further notice. @ARG_AFG has been hatching plots against us. We are looking into the issue as an urgent case.
— Ata Mohammad Noor (@Atamohammadnoor) March 13, 2019
"زه د مزار په اوسیدونکو غږ کوم چې د کورونه نه دې د باندې نه ووځي. دکانونه او ماکیټونه دې تر بل اعلان پورې بند وي. ارگ زمونږ ضد توطیې جوړوي. مونږ دې مسلې ته په بیړنۍ توگه لمړیتوب ورکوو."
ځینې سر چینې وایي چې د ولسمشر غني لخوا د امنیې نوی ټاکل شوی قوماندان جنرال سامع د پولیسو د ځانگړې ځواکونو سره د بلخ په لور روان شویدی.