په مور پسې پاکستان ته تللي نیول شوي افغان ماشومان خوشې شول

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې په دغه هیواد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون داوسیدانې د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال نیولي او په زندانونو کې یې اجولي دي. (عکس ارشیف).

د بلوچستان ايالت عالي محکمې د يوې کورنۍ هغه پنځه افغان کډوال د اکتوبر پر ۱۷ (تلې ۲۶) خوشې کړي دي چې د سپټمبر پر درېيمه (وږي ۱۳) له افغانستان څخه تر وراوښتلو سمدستي وروسته د پاکستان د تحقيقاتو فيډرالي ادارې په چمن ښار کې نيولي وو او بيا يې زنداني کړي وو.

په کوټه کې د ماشومانو د خير ښېګني لپاره کارکوونکي بنسټ "سحر فانډېشن" مشر عبدالودود رسنيو ته ويلي چې دغو کسانو اسلام اباد ته تګ غوښت چې له خپلې مور سره يوځای شي.

د نوموړي په وينا، د دې کورنۍ په غړيو کې ۲۸، ۲۲ او ۱۴ کلنې نجونې او ۱۲ کلن او اووه کلن هلکان شامل وو. عبدالودو زياته کړه چې دغو کسانو په چمن ښار کې ۱۵ ورځې تېرې کړې وې چې بيا کوټې ښار ته د ښځو زندان ته راوستل شول.

هغه وويل: "موږ امنيتي ادارو ته وويل چې دغه ماشومان له خپلې مور سره يو ځای کېدل غواړي او د دوی قضيه له يو ان اچ سي ار [د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو نو د عالي کميشنري] سره ثبت ده او ټوکن يې هم اخيستی دی. هغوی د پاکستان له لارې بل هېواد ته د پناه لپاره تګ غواړي."

عبدالودود زیاته کړه چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنري په مرسته يې نه يوازې له دغو افغان کډوالو سره قانوني مرسته وکړه بلکې هغوی يې د اکتوبر پر ۱۸ (تلې ۲۷) د الوتکې له لارې اسلام اباد ته خپلې مور ته ولېږل.

په کوټه کې مدافع وکيل نذير اغا اېډوکېټ رسنيو ته ويلي، چې دغه افغان کډوال د اکتوبر پر ۱۷ (تلې ۲۶) په کوټه کې د بلوچستان های کورټ (عالي محکمې) ته وړاندې کړل شول. د نوموړي په وينا، د عالي محکمې مشر قاضي محمد هاشم کاکړ او قاضي عامر نواز رانا د دغو افغان کډوالو تر "فرياد" اورېدو وروسته "خواشيني او خفګان" څرګند کړل او د هغوی د خوشې کولو او خپلې مور ته يې د لېږلو امر وکړ.

د پاکستان د بشري حقونو کميسيون د بلوچستان پخوانی ايالتي مشر او مدافع وکيل حبيب طاهر وايي د یادو افغانانو مور اته مياشتې وړاندې د افغانستان له هرات ولايت څخه په ژوبل حالت کې اسلام اباد ته تللې وه او هلته يې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو نو عالي کميشنري ته د پناه غوښتنې لپاره عريضه ورکړې وه.

نوموړي زياته کړه: "په قانوني توګه که يو ان اچ سي ار يو چا ته د کډوال رسمي حيثيت ورکړي نو بيا مرکزي حکومت دا واک نه لري چې هغه رد کړي. زموږ [د پاکستان] مرکزي حکومت ټينګار کاوه چې دا [پنځه] کسان بېرته [افغانستان ته] ستنوو، خو [د بلوچستان د عالي محکمې] د مشر قاضي ښه پرېکړه راغله او امر يې وکړ چې دا کسان بايد خپلې مور ته ولاړ شي."

د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته سلګونه زره افغانان نورو هېوادونو ته کډه شول چې يوشمېر يې پاکستان ته هم ولاړل.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنري وياند قيصر اپرېدي ويلي دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست مياشتې را وروسته شپږ لکه افغانان پاکستان ته کډه شوي چې له هغه ځايه له يو لک زيات يې په لومړيو ورځو کې نورو هېوادونو ته ولاړل. د نوموړي په وينا، په دغو کې يې څلور لکه له يو اېن اېچ سي ار سره راجستر شوي چې يوشمېر يې په بهرنيو هېوادونو کې د پناه اخيستنې انتظار کوي.

اپرېدی زياتوي چې په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۳ لکه افغانان د راجسټرېشن (پي او ار) کارتونه لري چې موده يې د ۲۰۲۵ کال د جون مياشتې پر ۳۰ پای ته رسېږي. پر دې سربېره هلته څه باندې اته لکه افغانان د افغان سيټيزن يا تابعيت کارتونه لري چې په پاکستان کې د شناختي کارتونو او نورو اسنادو جوړولو له ادارې (نادرا) سره راجستر دي. بلخوا په پاکستان کې لکونه نور افغان هم اوسېږي چې غير راجستر دي.