'امریکايي او طالب استازو پر راتلونکو اقداماتو خبرې کړي'

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي، طالب او امریکایي استازو د افغان سولې په اړه د روانو مذاکراتو په دوام تېره شپه د راتلونکو اقداماتو په اړه په تفصیل سره غږېدلي دي.

د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین د «جنورۍ پر ۲۰مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، چې دغه ناسته د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، عباس ستانکزي، امیر خان متقي او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان سکاټ میلر ترمنځ تر سره شوه.

نوموړي زیاته کړه، چې د دواړو لورو د مذاکراتي ټېمونو ناسته به نن هم دوام ولري.

طالبانو تر دې مخکې هم ویلي و، چې دواړه لوري د موافقې د لاسلیک مراسمو او اړوند نورو مسائلو په اړه خبرې کوي.

که څه هم امریکايي لوري تر دا مهاله د دغو خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ویل کېدل چې دواړه لوري د تاوتریخوالي کمولو، اوربند ټينګېدلو او بین الافغاني مذاکراتو ته د زمینې برابرولو په اړه بحثونه کوي.

بلخوا اسوشېټیډ خبري اژانس تېره اونۍ د طالب سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې طالبانو له اوو څخه تر لسو ورځو د لنډ مهاله اوربند طرحه زلمي خلیلزاد ته سفارلې ده.

خو طالبانو تر دې مخکې هم ویلي، چې د اوربند په اړه کوم تصمیم نه لري، خو زیاته کړې وه، چې د تاوتریخوالي کمېدو په اړه خپلو کې سلا مشورې کوي.

خو افغان حکومت بیا د سولې خبرو ته د رسېدو په هدف د اوربند پر ټینګېدو د یو اساسي شرط په توګه ټینګار کوي او وايي، د تاوتریخوالي کمېدو طرحه عملي جنبه نه لري.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش ویلي، چې د تاوترخیوالي کمېدو طرحه له سولې تېښته او خلکو او نړیوالې ټولنې ته دوکه ورکول دي.