د افغانستان ټاکنې؛ استېناف کې د شویو اعتراضونو ارزول پیل شول

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنران

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د ټاکنیزو ډلو د ثبت شوو استېنافي اعتراضونو په ځانګړي ډول د دغه کمېسیون د ولایتي دفترونو پرېکړو ته د رسیدګي بهیر یې نن سې شنبه د «سلواغې پر لومړۍ» نېټه پیل کړ.

د دغه کمېسیون مشرې زهره بیان شینواري نن خبریالانو ته وویل، تېره دوشنبه د «مرغومې ۳۰مه» چې د استېناف ته د اعتراضونو ثبتولو وروستۍ نېټه وه، د ټاکنیزو ډلو شپږ زره او ۲۹۰ استېنافي اعتراضونه له دغه کمېسیون سره ثبت کړي دي.

د اغلې شینوراي په خبره دغه ټول استېنافي اعتراضونه د افغانستان د ۲۹ ولایتونو اړوند دي، خو په خبره یې پروان، میدان وردګ، تخار، جوزجان او بادغیس کې ټاکنیزو ډلو استېناف غوښتنه نه ده کړې.

نوموړې زیاته کړه:"د شکایتونو د ثبتولو تر مرحلې وروسته، د کمېسیون په مرکزي دفتر کې دغو شکایتونو ته د رسیدګۍ بهیر پيل شو، چې شکایتونو ته د رسیدګۍ د طرزالعمل مطابق وروستي مراحل چې تصنیف، څېړل، تدقیق، پرېکړه، ابلاغ او پلې کول دي دغه مراحل زموږ د تخنیکي ټېم لخوا پيل شوي او د پروسس په حال کې دي."

د افغانستان د ټاکنو د قانون له‌مخي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۱۵ ورځې وخت لري، چې د اسنادو او شواهدو په اساس ټولو ثبت شوو استېنافي اعتراضونو ته رسیدګي وکړي او په اړه یې وروستۍ پرېکړه وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو مشرې اغلې شینوارې ژمنه وکړه، چې کمېسیون به په خپلواکه، بې پرې او شفافه توګه ثبت شوي استېنافي اعتراضونه وڅېړي.

د دغه کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي وویل چې دغه اعتراضونه په ځانګړي ډول د رایو د تفاوت، له ټاکل شوي وخت څخه بهر د رایو د کارولو، غیر بایومیټریک رایو، مشکوکو رایو او یو شمېر نورو مواردو په اړه دي.