د اوکراین کړکیچ؛ بایډن او پوتین خبرې کوي

پداسې حال کې چې په اوکراین هره ګړۍ د جګړې د پیل کیدو امکان شته، د متحده ایالاتو او روسیې ولسمشران نن د شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغې۲۳ ) سره خبرې کوي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غوښتي وو چې دغه ټیلیفوني خبرې د دوشنبې په ورځ وشي، خو د امریکا ولسمشر وغوښتل چې دا مکالمه ژر ترسره شي.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې فیجي هیواد ته تللی هیله څرګنده کړه چې ولادیمیر پوتین د دپلوماسۍ لاره غوره کړي، خو په وینا یې که پر اوکراین برید وکړي واشنګټن به پر مسکو سخت بندیزونه ولګوي.

ښاغلي بلینکن وویل: «زه په پرله پسې توګه هیله من یم چې هغه به د د بیاځلي تاوتریخوالي لار نه بلکه د دپلوماسۍ او دیالوګ لاره خپله کړي.»

روسیې خپل څه دپاسه ۱۰۰زره سرتیري د اوکراین سره د پولې په اوږدو کې ځای پر ځای کړي دي او لویدیځ ګمان کوي د اوکراین پر ضد د روسیې د پوځي اقدام د طرحې یوه برخه ده.

روسیه وایي پر اوکراین د برید طرحه نلري خو له ناټو څخه یې غوښتي چې دغه هیواد د ناټو په تړون کې د غړي په توګه ونه مني او امریکا ته یې وړاندیز کړی چې باید د پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې پوځي اډې جوړې نه کړي. امریکا او ناټو په رسمي توګه دغه وړاندیزونه رد کړي دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن چې د کمپ ډیویډ څخه به د ښاغلي پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړي له اوږدې مودې څخه پدې باور دی چې د ښاغلي پوتین سره یو په یو خبرې ښایي د یو حل لپاره تر ټولو ښه چانس وي.

د ډسمبر په میاشت د جو بایډن او ولادیمیر پوتین ترمنځ دوه ځلي خبرو کومه عمده نتیجه نه درلودله خو د دوی د سلاکارانو ترمنځ خبرو ته یې زمینه برابره کړه.

د جرمني په پلازمینه په برلین کې د روسیې، اوکراین، جرمني او فرانسې ترمنځ د پنجشنبې د ورځې څلور اړخیزو خبرو کوم پرمختک نه درلود. د روسیې د تاس اژانس د رپوټ له مخې ښاغلی پوتین همداشان غواړي نن د شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون سره هم ټیلیفوني خبرې وکړي.

پداسې حال کې چې د اوکراین کړکیچ په پراخیدو دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کیف کې د خپل سفارت غیر ضروري کارکوونکي وباسي. ښاغلي بایډن تیره ورځ په یو تلویزیوني مرکه کې له امریکایانو څخه وغوښتل چې له اوکراین څخه ووځي.

د بریتانیې او جرمني په ګډون یو شمیر لویدیځو هیوادونو هم له خپلو هیوادوالو غوښتي چې له اوکراین څخه ووځي. استرالیا او نوي زیلاند هم نن د شنبې په ورځ خپلو هیوادوالو ته وویل چې له اوکراین څخه ووځي.

بل لور ته اوکرایني چارواکو د امریکا د ولسمشر خبرداری بې اهمیته بللی او د خپلو خلکو ترمنځ یې د تشنج د کیمدو کوښښ کړی دی. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا د ښاغلي بایډن څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د پخوانیو خبرداریو تکرار بللې دی.

د یو بل خبر له مخې د پولند د دفاع وزیر د فبرورۍ په ۱۱ وویل چې متحده ایالات به ۳۰۰۰ نور سرتیري هم پولنډ ته واستوي. د امریکا متحده ایالاتو په ختیځه اروپا کې د ناټو تړون د ملاتړ لپاره پولنډ او رومانیا ته د ځواکونو د استولو پریکړه کړې ده.