کالیفورنیا کې د طوفان نوې څپه؛ بایډن لوی ناورین اعلان کړی 

د کالیفورنیا په ګیلروی کې په اوبو کې ډوب یو کور

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په کالیفورنیا ایالت کې د وروستیو سختو طوفانونو په وجه پداسې حال کې ستر ناورین اعلان کړ، چې دغه دمخه په اوبو کې ډوب شوي ایالت ته یو بل سخت طوفان مخه کړې چې د وړاندوینو له مخې ښایي په ځینو سیمو کې تر دوو مترو پورې واورې وشي.

د متحده ایالاتو د هوا پیژندنې ملي ادارې (NWS) ویلي تمه ده چې دغه موسم به تر دوشنبې پورې "د آرام سمندر د رطوبت د زیاتوالي" له کبله "په ټیټو پرتو سیمو کې سخت باران، او د پام وړ غرنۍ واوره او قوي بادونه" راوړي.

دا اداره د کالیفورنیا ایالت د سانفرانسیسکو بی په جنوبي کرنیزې سیمې کې د سیلیناس سیند د ټیټې درې په اوږدو کې د "مصیبته ډک سیلاب" د راوتلو وړاندوینه کوي.

سپینې ماڼۍ په یو بیان کې ویلي، د شنبې په ورځ ناوخته، ولسمشر بایډن "د کالیفورنیا په ایالت کې د یو لوی ناورین اعلان وکړ او د مرستو رسولو فدرالي ادارې ته یې امر وکړ چې د ژمي د سختو طوفانونو، سیلابونو، د ځمکې ښویدنې، او د خټو د رامنځته کیدو له امله اغیزمن شویو سیمو ته د بیارغونې دولتي، قبیلوي او محلي هڅې بشپړې کړي."

دغه اعلامیه د موقتي استوګن ځایونو او رغونې په ګډون د اغیزمنو خلکو سره د مرستې لپاره فدرالي تمویل ته زمینه برابروي.

په کالیفورنیا کې په تیرو دریو اونیو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان د طوفان اړوندو پېښو کې مړه شوي دي.

د دوی په منځ کې موټر چلوونکي چې په ډوب شويو موټرو کې مړه موندل شوي، هغه خلک چې د ونو د رالویدو له امله مړه شوي او یو میړه او ښځه چې د ډبرې د رالویدو په وجه مړه شوي، شامل دي.

د هوا پیژندنې ملي ادارې په وینا، په کالیفورنیا کې نږدې ۲۶ میلیون خلک د شنبې په ماښام د سیلاب د ګواښ سره د مخامخ کیدو تر څار لاندې دي، د لسګونو زرو کسانو د ایستلو امر او سپارښتنې شوي دي.

چارواکو ویلي چې د کلونو وچکالۍ وروسته د وروستیو اونیو اورښت طوفانونو ته په اصل کې ښه راغلاست ویل کیده، خو تر دې دمه د "ویجاړونکو" سیلابونو سپپ شوي دي.

د برېښنا شبکې په وینا د یکشنبې په سهار په کالیفورنیا کې څه دپاسه ۱۶۰۰۰ کورونو برېښنا قطع شوی ده.