د ملګرو ملتونو عمومي غونډه؛ بایډن د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو له مشرانو سره وکتل

بایډن د قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان له مشرانو سره په کتنه کې

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د واشنګټن پام د منځنۍ اسیا په لوړ اړولی او هڅه کوي چې د روسیې او چین سره په پوله په وچه کې ګیر سیمې هیوادونو سره اړیکې پیاوړې کړي؛ هغه سیمه چې لویدیځ یې له اوږدې مودې راهیسې په له پامه غورځولو تورن دي.

ولسمشر بایډن د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ (وږي ۲۸) د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان له مشرانو سره وکتل.

د پخواني شوروي جمهوریتونه له روسیې سره دوامداره امنیتي اړیکې لري او له چین سره اقتصادي او ډیپلوماتیکو اړیکو ته وده ورکوي. دا هیوادونه د ورېښمو د لارې د اصلي ټاټوبي په توګه ستر کلتوري او تاریخي اهمیت لري. د یوریشیا ددغې سوداګریزې لارې لرغونې شبکې د ۱۵۰۰ کالو لپاره ختیځ او لویدیځ سره نښلولی و.

ښاغلي بایډن د یو+ ۵ ددغه دپلوماتیک پلیټ فارم غونډه چې پدې کچه د لومړي ځل لپاره ترسره شوه، "یوه تاریخي شیبه" وګڼله چې په وینا یې "د کلونو نږدې همکارۍ په نتیجه کې" رامینځته شوې.

ولسمشر بایډن وویل: "نن، موږ خپله همکاري یو نوي اوچت پړاو ته رسوو." هغه همداشان وویل چې په دغو هڅو کې به د تروریزم ضد همکارۍ پیاوړې کول او په سیمه کې د متحده ایالتونو له خوا د امنیتي تمویل زیاتول، د متحده ایاالتو خصوصي سکټور سره نوې سوداګریزې اړیکې، او "د منرالونو په اړه د خبرو د یو نوي فرصت لپاره امکانات شامل دي."

د تاجیکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې د دغه هیواد ولسمشر امام علي رحمان له جو بایډن سره په لیدنه کې د "ترهګرۍ د مخ پر زیاتیدونکو ګواښونو او خطرونو، له تروریزم او افراطیت سره د مبارزې، د نشيي موادو د قاچاق، سیمه ایز امنیت، د افغانستان سیاسي وضعیت او د تاجیکستان د پولو د ساتنې" په اړه خبرې کړي دي.

رحمان په افغانستان کې ثبات د سیمې د پرمختګ او یووالي دپاره مهم بللی او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې یې د تاجیکستان پر لیوالتیا ټینګار کړی دی.

تاشکند ټایمز ورځپاڼې هم خبر ورکړی چې د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له بایډن سره په افغانستان کې د ستونزو د سوله ییز حل، بشري حقونو او جنسیتي برابرۍ د تامین او تعلیمي پروګرامونو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.

خو د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له مشرانو سره د بایډن په کتنه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د دغو مشرانو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ددې غونډې وروسته د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو مشرانو له ډلې څخه هیڅ یو یې د خبریالانو سره د خبرو پرمهال څه ونه ویل.

د پیټسبورګ د پوهنتون د عامه او نړیوالو چارو پروفیسورې، جینیفر بریک مرتضا شویلي، د بریښنالیک له لارې امریکا غږ ته وویل: "د متحده ایالاتو هیڅ کوم ولسمشر هیڅکله هم مرکزي آسیا ته نه دی تللی." او زیاته یې کړه چې "امریکا هیڅکله سیمه په خپل حق کې جدي نه ده نیولې."

د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د روسیې او منځنۍ اسیا د چارو پخواني رئیس ایریک ګرین د امریکا غږ د اوزبیکستان څانګې ته وویل چې پر اوکراین د روسیې یرغل ډېر هېوادونه دې ته وهڅول چې پر خپلو دپلوماتیکو اړیکو له سره غور وکړي.

ښاغلي ګرین امریکا غږ ته وویل، "دا غونډه د دوو مهمو عاملونو پیژندل دي چې لومړی یې په اوکراین باندې د روسیې د بشپړ برید وروسته د دې سیمې بدلیدونکي جیو پولیټیکل چاپیریال دی." هغه زیاته کړه، "دې ټول هیوادونه، په ځانګړې توګه هغه هیوادونه چې د روسیې سره پوله لري وهڅول چې خپل سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت بیا وارزوي، او زه فکر کوم چې [هغوی] د تنوع او انډول سره علاقه لري."

هغه وویل، "دوهم عامل دننه په منځنۍ اسیا کې د سیمه ییز ادغام پرمختګ دی. دا په ټولو کچو د غونډو چټک زیاتوالی په ډاګه کوي چې د ګډو ننګونو لکه اوبو، انرژۍ، اقلیم او سوداګرۍ په اړه بحثونه کیږي."

له بلې خوا د رند په څیړنیز مرکز کې د دفاعي چارو کارپوه هنټر سټول وايي: "له روسیې سره د منځنۍ اسیا د اړیکو خړپړتیا او د چین د نفوذ په اړه زیاتیدونکي شکونه د متحده ایالاتو لپاره د فرصت یوه کړکۍ رامینځته کړې چې په سیمه کې د اوږدې مودې پانګوونې له لارې خپل انځور پیاوړی کړي."