بایډن: د پوتین په هکله د خپلو څرګندونو په خاطر بخښنه نه غواړم

د متحده ایالاتو جمهور رئيس جو بایډن دوشنبه مارچ ۲۸ (وري۸) وویل د خپلو هغو څرګندونو په خاطر بخښننه نغواړي چې ویلي یې و د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په واک کې نشي پاتې کیدی.

خو ښاغلي بایډن پدې ټینګار وکړ چې د څرګندونو اساس یې د "اخلاقي قهر" څرګندول و او دا چې په روسیه کې د رژیم بدلون نه غواړي.

جو بایډن په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، " دا شان خلک باید په هیوادنو حکومتداري ونکړي خو دا چې کوي یې پدې معنی نده چې زه مې خپله غصه نشم څرګندولی".

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د پولنډ په پلازمینه وارسا کې شنبې مارچ ۲۶ د وینا پرمهال په اوکراین کې جګړه د مسکو لپاره "ستراتیژیکه ناکامي" وبلله او تر څنګ یې دا هم وویل چې ‌"د خدای په خاطر، دغه سړی نشي کیدای واک کې پاتې شي."

خو د سپینې ماڼۍ یو چارواکي وویل چې ښاغلي بایډن په روسیه کې د ښاغلي پوتین په واک کې د پاتې کیدو او یا په هغه هیواد کې د رژیم د بدلون په هکله حبرې نکولې.

د جمهور رئیس جو بایډن دې څرګندونو خلک دننه په متحده ایالاتو او آن یو شمیر اروپایي متحدین هک پک کړي و.

خو ښاغلي بایډن په سپینې ماڼۍ کې دا نظر رد کړل چې ګواکې د هغه د څرګندونو له کبله د اوکراین پر سر د غرب او روسیې کړکیچ لا ډیر شِ خو زیاته یې کړه، " وروستی څه چې زه یې غواړم د روسیې سره په ځمکې کې جګړه کول او یا اتومي جګړه کول دي".

جمهور رئیس جو بایډن دا څرګندونې پداسې حال کې کړي چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یو جګپوړي چارواکي ویلي دي چې په اوکراین کې روسي ځواکونو خپل تمرکز د پایتخت کیف څخه د دې هیواد ختیځو برخو ته اړولی.

دغه چارواکي خبریالانو ته وویل، " هغوي په ښکاره توګه د کیف په لور مخکې نه ځي".