کابل ښار کې ماین چاودنې یو تن وژلی او درې یې ټپیان کړي

عکس(ارشیف)

طالب چارواکي وايي، په کابل ښار کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یو کس وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه نن سه شنبه ډسمبر ۱۴ (لېندۍ ۲۳) د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند «ټانک لوګر» سیمه کې شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند انجنیر عزام د یادې چاودنې په تائید سره ویلي چې په دغه چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او دوه طالبان ټپیان شوي دي.

ښاغلي عزام د ټپي شویو کسانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور معلومات نه دي شریک کړي، خو زیاته کړې ده چې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.

په همدې مهال په کابل کې ایمر جنسي روغتون په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د چاودنې له ځای څخه درې ټپیان وروړل شوي دي.

ایمرجنسي همدارنګه زیاته کړې چې چاودنه په سیمه کې په موټر پسې د نښلول شوي چسپکي ماین له امله شوې ده.

د یو بل خبر له مخې سیمه ییزو رسنیو ویلي چې په هلمند ولایت کې د ماین چاودنې له امله څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه نن سهار د دغه ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې شوې ده، طالب چارواکو ویلي چې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

تر دا مهاله په کابل ښار کې د نننۍ چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو تر دې مخکې په کابل ښار کې د زیاتو چسپکي ماین چاودنو د مسؤلیت ادعا د داعش ـ خراسان څانګې کړې ده.

درې ورځې مخکې د کابل ښار لوېدیځه څنډه دشت برچي سیمه د درې چاودنو شاهده وه، د طالب چارواکو په وینا په دغه چاودنو کې دوه کسان وژل شوي او درې تنه ټپيان شوي دي.