بلینکن اروپا ته خپل مهم سفر پیل کړ 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د اروپایي مشرانو سره د کتنې او د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) سره د اړیکو د پیاوړتیا په مقصد د بروکسل په لور روان شوی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ښاغلي بلینکن ددې سفر په نورو هدفونو کې د اقلیم د بدلون، د ترهکرۍ سره د مبارزې او د کروناویروس پر وړاندې د روانې مبارزې هڅې دي.

ټاکل شوې چې ښاغلی بلینکن به د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي او د ناټو د عمومي منشي ینس ستولتنبرګ سره به له نژدې وګوري.

امریکایي مقاماتو ویلي دي چې تمه ده ښاغلی بلینکن په بروکسل کې په خپله وینا کې د ناټو تړون «په اتحاد او رغاونې» او همداشان د هغې په اهمیت ټینګار وکړي.

همداشان ټاکل شوې چې ښاغلی بلینکن اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې د اروپایي ټولنې د کمیټې د رئیس او د بهرنۍ پالیسۍ د رئیس سره لیدنې کتنې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې پدغو لیدنو کتنو کې به د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره هڅې او «د ایران، روسیې او چین له لورې د موجودو نړیوالو ننګونو» په هکله هم خبرې وشي.

ویل شوي چې پدغو کتنو کې به د ایران سره د لویدیځو ځواکونو اټومي تړون ته د امریکا بیرته ورتګ هم وارزول شي.