بلینکن: امریکا په روسیې کې د رژیم بدلولو تګلاره نلري

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (وري ۷) وویل چې امریکا په روسیې کې د نظام د بدلولو هڅه نکوي او د ولسمشر ولادیمیر پوتین مقام «په روسانو پورې» مربوط دی.

ښاغلي بلینکن پدې توګه د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د هغو څرګندونو په هکله وضاحت ورکړ چې تیره ورځ یې په پولنډ کې ویلي و "پوتین په واک کې نشي پاتې کیدای".

د ښاغلي بایډن له دې خبرو وروسته دا پوښتنه پیدا شوې وه چې ایا امریکا په روسیې کې په غیر دموکراتیکه بڼه د رژیم بدلون غواړي. خو ښاغلي بلینکي وویل په ښکاره وویل چې «تاسو به اورېدلي وي چې موږ په وار وار دا خبره کړې ده چې موږ په روسيې او یا بل ځاي کې د رژیم بدلولو» تګلاره نلري او دا «دا د هیواد په خلکو پورې مربوط دي. دا د روسانو پورې اړه لري».

انتوني بلینکن چې اسرائیل ته تللی په بیت المقدس کې د خبرو په وخت وویل چې د ښاغلي بایډن هدف دا و چې «پوتین باید ځواکمن نشي چې جګړې وکړي یا د اوکراین او یا هم د بل کوم هیواد په وړاندې د زور زیاتي نه کار واخلي».

د امریکا ولسمشر جو بایډن د پولنډ په پلازمینه وارسا کې د وینا پرمهال په اوکراین کې جګړه د مسکو لپاره "ستراتیژیکه ناکامي" وبلله او تر څنګ یې دا هم وویل چې ‌"د خدای په خاطر، دغه سړی په واک کې نشي پاتې.کېدای"

د متحده ایالاتو ولسمشر نه یوازي د ښاغلي پوتین په هکله دا ډول تندې څرګندونې وکړلې بلکې د څرګندونو څخه وروسته یې په یوې اعلامیې کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین "قصاب" وباله.

پدې ترڅ کې نن د یکشنبې په ورځ د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ښاغلي بایډن پرونیو څرګندونو ته په اشارې چې د روسیې ولسمشر ته یې پر اوکراین باندې د برید په خاطر «قصاب» ویلی و د مسکو سره د لفظي «تشدد» په وړاندې خبرداری ورکړ.

ښاغلي مکرون د فرانس۳ تلویزیوني شبکې ته وویل چې دی هڅه کوي «لومړی یو اوربند وشي او بیا ټول [روسي] ځواکونه د دپلوماتیکو لارو ووځي.»

پاریس د اوکراین په پوله د روسي ځواکونو د تجمع او یا پر دې هیواد باندې د یرغل پورې د مسکو سره دپلوماتیک چینل پرانستی پریښی. د فرانسې پدې موقف یو شمیر مشرانو نیوکې کړي خو ښاغلي مکرون دا کار د جګړې د تاوانونو د محدودولو لپاره اړین ګڼلی دی.


خو بیا هم ښاغلي مکرون د یکشنبې په ورځ ولادیمیر پوتین پدې تورن کړ چې غواړي «په اروپا کې امپراتوري او برلاسي توب ته مخه کړي پرته له دې چې د سرحدونو تمامیت او د هیوادونو حق ته درناوی وکړي چې خپله تصمیم ونیسي.»

ښاغلي مکرون دا هم وویل چې هغه به د دوشنبې یا سه شنبې په ورځ ښاغلي پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړي چې د فرانسې، یونان او ترکیې په یو پروتوکول بحث وکړي تر څو د محاصره شوي ښار ماریوپول څخه اوکراینیان وایستل شي.