بلینکن د غزې د اوربند په اړه د خبرو لپاره مصر ته ځي

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سه شنبه بیا مصر ته ولاړ شي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پای ته رسیدو لپاره د منځني ختیځ همکارانو ته د اوربند اصلاح شوې بڼه وړاندې کړي.

د وزارت ویاند میتیو میلر دوشنبه سپټمبر ۱۶ ( وږي ۲۶) په خبري کنفرانس کې وویل چې واشنګټن د اوربند نوې طرحې په جزیاتو د سلا مشورو لپاره په سیمې کې د امریکا د متحدینو، په ځانګړې توګه مصر او قطر سره تعامل جاري ساتي.

امریکایي چارواکو دا ندي ویلي چې د اوربند موافقې اصلاح شوې بڼه به کله د ټولو اړخونو سره شریکه شي خو دومره یې ویلي چې دا کار به ژر وشي.

د اوربند پدې موافقې، متحده ایالاتو، مصر او قطر منځګړو د څو میاشتو راهیسې کار کړی خو لا هم په غزې کې جګړې پای ته رسیدو لپاره اسرائیل او حماس پرې سلا شوي ندي.

ویل کیږي چې د موافقې په اصلاح شوې بڼې کې د مهمو موضوعاتو د حل غوښتنه شوې چې له مخې به یې په غزې کې اوربند وشي او په بدل کې به یې د حماس ډله برمته شوي کسان خوشې کړي.

دا په غزې کې د جګړې پیل کیدو راهیسې لسم ځل دی چې د متحده ایالاتو تر ټولو جګپوړی دیپلومات سیمې ته سفر کوي خو د سه شنبې ورځې په سفر کې اسرائیل ته نه ځي.

ښاغلي بلینکن د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د اسرائیل پخواني صدراعظم او د بنیامین نتنیاهو مهم سیاسي مخالف یایر لاپید سره وکتل.

د ملاقات څخه وروسته ښاغلي لاپید په خبري کنفرانس کې وویل چې اسرائیل په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو او برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره موافقې ته اړتیا لري او پدې یې هم ټینګار وکړ چې هیڅ سیاسي بهیر یا ګډوډي باید پدې موافقې اغیز ونکړي.

د اسرائیل دې چارواکي زیاته کړه، " تر څو مو چې پاتې برمته شوي کسان کور ته نه وي ستانه کړي، اسرائیل د یو ملت په توګه نشي رغیدلی. دا زمونږ د پایښت لپاره مهم دی".

د اسرائیل پخواني صدراعظم همدارنګه د نتنیاهو څخه وغوښتل چې په سمدستي توګه د غزې اوربند موافقه ومني او پدې یې هم ټینګار وکړ چې د دې موافقې کیدو په مخکې باید ټولې سیاسي ګټې یوې خوا ته پریښودل شي.