د لاس رسي وړ اتصالات

د اوربند په هکله د حماس او اسرائیل څخه د متحده ایالاتو تازه غوښتنه: نړۍ نور انتظار نشي کوی


په اسرائیل کې زرګونو کسانو مظاهرې کړي او له حکومت یې غوښتي چې په اوربند موافقه وکاندي.
په اسرائیل کې زرګونو کسانو مظاهرې کړي او له حکومت یې غوښتي چې په اوربند موافقه وکاندي.

متحده ایالاتو سه شنبه سپټمبر دریمه ( وږي ۱۲) په ټینګه د اسرائیل او حماس څخه وغوښتل چې په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو لپاره د اوربند موافقه ومني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر په خبري کنفرانس کې وویل چې لا هم لسګونه برمته شوي کسان په غزې کې پاتې دي او د اوربند موافقې ته "سترګې په لار دي چې کور ته ستانه شي".

ښاغلي میلر زیاته کړه، " د اسرائیل ولس نور انتظار نشي کوی. د فلسطین ولس چې د دې جګړې له ناوړو اغیزو ځوریږي، هم نور د انتظار کولو زغم نلري. نړۍ نور انتظار نشي کوی".

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وړاندې وویل چې متحده ایالات به په راتلونکو ورځو کې د مصر او قطر منځګړو سره په ګده د اوربند موافقې نهایي کیدو باندې کار وکړي.

په غزې کې د اوربند کیدو لپاره یوه جنجالي موضوع د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دا ټینګار دی چې د غزې او مصر تر منځ په سرحد کې باید اسرائیلي ځواکونه پاتې شي.

اسرائیل ادعا لري چې د حماس ډله په همدې سیمې کې تونلونه لري او له همدې تونلو د غزې تړانګې ته وسلې را لیږدوي.

خو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې متحده ایالات په غزې کې د اوږدې مودې لپاره د اسرائیلي ځواکونو پاتې کیدو سره مخالفت لري.

میلر زیاته کړه چې د اوربند په موافقې کې باید دواړه خواوې نرمښتي وښیي.

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم ویلي و چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو له حماس سره د یرغمل شویو د خلاصون په اړه یوې موافقې ته د رسېدو لپاره کافی کار نه دی کړی.

امریکا، قطر او مصر له څو میاشتو راهېسې هلې ځلې کوي چې اسرائیل او حماس یوې داسې موافقې ته ورسوي چې هم په غزې کې اوربند وشي او هم یرغمل شوي پرېښودل شي.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې په اسرائیل کې د برید په مهال ۲۵۱ کسان یرغمل کړل چې لا یې هم ۹۷ کسان په غزې کې دي، خو د اسرائیل پوځ وايي چې له دې ډلې څخه یې ۳۳ کسان وژل شوي دي.

د نومبر په میاشت کې د دواړو خواو ترمنځ د یوې اونۍ لپاره اوربند وشو او په همدې ترڅ کې یو شمېر یرغمل شوي پرېښودل شول.

په عین حال کې د متحده ایالاتو عدلیې وزارت د حماس په سیاسي مشر یحیی سنوار او نورو جګپوړو غړیو جنایي تورونه ولګول.

پدې تورنو کې چې تر ډیره حده سمبولیک اغیز لري، او د سه شنبې په ورځ د نیویارک ښار په فدارلي محکمې کې ثبت شول، د بهرنۍ ترهګریز سازمان لپاره د ملاتړ برابرولو دسیسه جوړول، د امریکایي اتباعو وژلو لپاره دسیسه او په ډله ایزه توګه د خلکو وژلو لپاره دسیسه جوړول شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG