د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: نتنیاهو له حماس سره د توافق لپاره کافي کار نه دی کړی


بایډن خبریالانو ته وویل چې نتنیاهو له حماس سره د توافق لپاره کافي کار نه دی کړی
بایډن خبریالانو ته وویل چې نتنیاهو له حماس سره د توافق لپاره کافي کار نه دی کړی

د امریکا ولسمشر جوبایدن نن دوشنبه سپتمبر دویمه (وږي ۱۲) وویل چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو له حماس سره د یرغمل شویو د خلاصون په اړه یوې موافقې ته د رسېدو لپاره کافی کار نه دی کړی.

په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو له ولسمشر بایډن څخه وپوښتل چې ایا نتنیاهو په دې اړه کافي کار کړی دی؟ هغه وویل: «نه.» خو زیاته یې کړه چې مذاکره کوونکي یو نهايي وړاندیز ته «ډېر نژدې» شوي او دا وړاندیز به حماس او اسرائیل ته وسپارل شي.

ټاکل شوې چې جوبایډن او مرستیاله یې کاملا هریس په سپینې ماڼۍ کې له مذاکره کوونکو سره وګوري. تېره ورځ د اسرائيل پوځ وویل چې په غزې کې یې په یو تونل کې د شپږو یرغمل شویو کسانو مړي، چې یو یې اسرائیلي-امریکایی دی، موندلي دي.
امریکا، قطر او مصر له څو میاشتو راهېسې هلې ځلې کوي چې اسرائیل او حماس یوې داسې موافقې ته ورسوي چې هم په غزې کې اوربند وشي او هم یرغمل شوي پرېښودل شي.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې په اسرائیل کې د برید په مهال ۲۵۱ کسان یرغمل کړل چې لا یې هم ۹۷ کسان په غزې کې دي، خو د اسرائیل پوځ وايي چې له دې ډلې څخه یې ۳۳ کسان وژل شوي دي.

د نومبر په میاشت کې د دواړو خواو ترمنځ د یوې اونۍ لپاره اوربند وشو او په همدې ترڅ کې یو شمېر یرغمل شوي پرېښودل شول.

په همدې حال کې لسګونه زره اسرائیلیانو د حکومت په ضد مظاهرې کړې چې د یرغمل شویو د خلاصون په اړه لاس په کار شي. د اسرائیل یوې محکمې لارښوونه کړې ده چې دا مظاهرې بندې شي.

مظاهره کوونکي په غزې کې اوربند غواړي او د نتنیاهو حکومت تورنوي چې د یرغمل شویو د خلاصون لپاره په کافي اندازه هلې ځلې نه کوي.

په اسرائیل باندې د حماس له برید وروسته په غزې کې جګړه پیل شوې ده. اسرائيلي مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۱۹۸ کسان، چې اکثریت یې ولسي خلک دي، وژل شوي دي.

اسرائیل له دغو بریدونو څخه وروسته په غزې باندې عملیات پیل کړل چې غچ واخلي. د غزې د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائيل په بریدونو کې ۴۱زره کسان وژل شوي، خو دغه وزارت نه وايي چې په دوی کې یې څومره ولسي او څومره نظامي خلک دي. ملګري ملتونه وايي چې په وژل شویو کې یې اکثریت ښځې او ماشومان دي. په دې سربېره ۹۱زره فلسطینیان ژوبل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG