غني ته د بلینکن ګواښ او د سولې لپاره پر جدي تغیراتو ټینګار

د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې هم ویلي چې ولسمشر غني د بلینکن لیک تر لاسه کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د یوه لیک په استولو ګواښ کړی که د سولې بهیر د چټکتیا لپاره وړاندیزونه ژر تر ژره ونه ارزول شي، ممکن په یوازې سر له طالبانو سره مخامخ شي.

ښاغلي بلینکن په دغه لیک کې ولسمشر غني ته لیکلي چې واشنګټن له ملګرو ملتونو څخه غواړي چې د بهرنیو چارو وزیرانو او د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین، پاکستان ایران او هند د ځانګړو استازو په حضور کې د افغان سولې بهیر د یوې واحدې لارې د بحثونو په اړه یوه نړیواله غونډه جوړه کړي.

په لیک کې راغلي: "ښاغلی ولسمشر باید تاسو ته روښانه کړم چې په واشنګټن کې زموږ د سیاست د ارزولو په دوام، متحده ایالاتو هیڅ انتخاب منتفي کړی نه دی، موږ د ځینو نورو انتخابونو د ارزونې برسیره، د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې د ټولو نړیوالو سرتیرو ایستل هم ارزو."

د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې هم ویلي چې ولسمشر غني د بلینکن لیک تر لاسه کړی دی.

ښاغلي بلینکن د امنیتي وضعیت د خرابېدو د ګواښ په اړه چې ممکن وسله وال طالبان زیاتې سیمې ونیسي،‌ ویلي: "زه دا ستاسو لپاره روښانه کوم، ترڅو د هغو ټولو کارونو په اړه چې په دغه لیک کې ذکر شوي دي، زما تونده لهجه درک کړی."

په لیک کې چې یوه نسخه یې امریکا غږ ترلاسه کړې، د افغانستان په اړه دیپلوماتیکي هڅې او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه تمې بیان شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې له ترکیې څخه غوښتل شوي چې راتلوونکې اونۍ د دوحې توافق د نهايي کولو په هدف د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ په لوړه سطحه د یوې ناستې کوربتوب وکړي او ولسمشر غني څخه یې غوښتي چې خپل استازی دغې ناستې واستوي.

ښاغلي بلینکن زیاته کړې چې متحده ایالاتو د طالبانو پسرلنیو بریدونو کې د تاوتریخوالي کمولو۹۰ ورځنی وړاندیز هم چمتو کړی دی.

د تاوتریخوالي کمول د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې له اساسي غوښتونو څخه دي، خو افغان چارواکو په وار وار ویلي چې طالبانو د دوحې تر توافق وروسته تاوتریخوالی نور هم زیات کړی دی.

افغان لسمشر محمد اشرف غني د تیرې شنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې د اولسمې تقنیني دورې د درېیم کال د پرانیستلو مراسمو کې په توندې لهجې سره په دغه هیواد کې د مشارکتي حکومت له طرحې سره د مخالفت په ښودلو وویل چې له ټاکنو پرته د واک انتقال ورته د منلو نه دی.

هغه ویلي: "موږ چمتو یو چې د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې د ازادو، شفافو او سر تاسري ټاکنو په اړه بحثونه وکړو، د ټاکنو تر سره کېدو د نېټې په اړه هم بحثونو ته چمتو یو چې خبرې وکړو."

خو په بدل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن له ولسمشر غني څخه غوښتي چې په راتلونکو اونیو کې له خپلو سیاسي سیالانو او نورو سره د یوې ګډې جبهې رامنځته کېدو په اړه چې افغانان هغه «ټولشموله او معتبره» وبولي کار کړي. بلینکن ولسمشر غني ته ګواښ کړی چې د افغان مشرانو ترمنځ بې اتفاقي به د ۹۰ لسیزې په شان ناورین لرونکی پیغام ولري چې په وینا یې نه باید بیا دا ډول څه تکرار شي.

په دغه لیک کې له افغان ولسمشر څخه غوښتل شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د وړاندیزونو په اړه چې تیره اونۍ یو ځل بیا یې د افغان سولې بهیر په اړه سیمې ته سفر پیل کړی، په «رغوونکي موقف» سره پراختیا ورکړي.

په دغه وړاندیزونو کې د «افغانستان د سولې انتقالي حکومت» تشکل شامل و چې « د نوي اساسي قانون تر تصویب او ملي ټاکنو وروسته» واک یوه دایمي دولت ته سپارل کیږي.

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم امریکا غږ ته وویل چې زلمي خلیلزاد دغه وړاندیز له دوی سره هم شریک کړی چې په وینا یې په اړه د رسمي ځواب تر ورکولو مخکې طالب مشران هغه مطالعه کوي.

پر همدې مهال د اسیا خپرونې مرستیال مایکل کوګلمن وايي: "ګمان کوم چې دغه لیک کولای شي د غني او بایډن د دولت اړیکې خرابې کړي، ځکه په دغه لیک کې روښانه شوي چې متحده ایالات چمتو دي چې په افغانستان کې د یوه نوي دولت په جوړېدو کې ګامونه واخلي، غني په دې خاطر چې نوموړی به پکې شامل نه وي، رد کړی دی."

تر هغه لږ وروسته چې خلیلزاد له کابل څخه دوحې ته ورسېدی، ولسمشر غني په علني ډول د هغه وړاندیزونه رد کړل او یلي دي چې د نوي جوړېدونکي حکومت د رامنځته کېدو لپاره یوازینۍ لار باید عادلانه انتخابات وي.

اشرف غني د خلیلزاد له نوم یادولو څخه پرته وویل چې هر بنسټ کولای شي د افغانستان د سیاسي هواري لپاره خپل «خیال او خوب» ووايي، خو په وینا یې د دغه هیواد د خلکو اساسي وثیقه اساسي قانون دی او نورو طرحو ته اړتیا نشته.

پر همدې مهال وسله وال طالبان هم د افغانستان اساسي قانون ردوي او تمه کیږي چې د طالبانو او دولت ترمنځ مذاکراتو کې په اساسي قانون کې د تغیراتو په اړه بحثونه هم په اجنډا کې شامل وي.

نوې طرحه

بلخوا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله د یکشنبې په ورځ مارچ اومه (کب ۱۷) کابل کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې کې وویل چې د افغان سولې په تړاو وړاندې شویو طرحو باندې باید خبرې وشي او هغه څه په کې ولټول شي چې افغانان یې غوښتونکي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په هره طرح کې نیمګړتیاوې وي او باید اصلاح شي: "که ستونزې لري باید حل شي. بعضې وختونه کله چې یو دوه عنوانه اخیستل کېږي، هغه ته یو ډول خاص حساسیت ښودل کېږي. زه وایم چې ټول مسایل باید تر بحث لاندې ونیول شي."

د «افغانستان د سولې توافقنامې» په نوم سند کې د افغانستان د راتلوونکي اساسي قانون په اړه اصول او لارښوونې، د انتقال په مرحله کې د حکمتدارۍ شرایط او د دواړو لورو ترمنځ د هر اړخیزه اوربند لپاره شرایط طرحه او وړاندیز شوي دي.

د دغه سند پر اساس چې یوه نسخه یې امریکا غږ ته په لاس ورغلې، د یوې عالي اسلامي قضايي شورا رامنځته کېدو وړاندیز شوی چې مرکزي، سیمه ییز حکومت او قضايي قوې ته دیني لارښوونې وړاندې کړي.

د ښځو حقوق ساتل، د بیان ازادي ترڅنګ ځینې نورې مدني ازادي او د نوي اساسي قانون د کار کولو په اړه د طالب استازو په ګډون د ۲۱ کسیز کمیسیون رامنځته کول د «افغانستان د سولې توافقنامې» له نورو وړاندیزونو څخه دي.

په دغه سند کې همدارنګه وړاندیز شوی چې په افغانستان کې ښکېلې ډلې باید ژر تر ژره اوربند اعلان کړی او د یو بل په وړاندې هر ډول دښمنانه فعالیت بند کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر دې مخکې په وار ورا د اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې وه، خو وسله والو طالبانو وسله وال فعالیت ته دوام ورکړی دی.

د نوو وړاندیزونو په اساس له طالبانو څخه غوښتل شوي چې خپل نظامي جوړښتونه او دفترونه له ګاونډیو هیوادونو څخه را انتقال کړي او بهرنیو نظامیانو سره خپل اړیکې قطعه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت تل ویلي چې د طالبانو مهم مشران په پاکستان کې حضور لري او امریکايي چارواکو کله ناکله ایران او روسیه هم له طالب وسله والو سره په مرستې کولو په افغانستان کې د امریکايي اهدافو په نښولو کولو باندې تورن کړي، خو دغو هیوادونو یاد تورونه رد کړي دي.