د لاس رسي وړ اتصالات

غني: پر طالبانو او ملاتړو یې زیاتو سیمه‌ییزو او نړیوالو فشارونو ته اړتیا ده


د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي چې د تلپاتې سولې لپاره د دغه هېواد ملي اجماع اوس په نړیوالې اجماع او فعالې دیپلوماسۍ باندې بدله شوې او د تاوتریخوالي لوړه کچه د "جمهوریت د حقانیت" ښکارندويي کوي.

ښاغلي غني چې د ۲۰۲۰ کال د جینیوا کنفرانس په ورکشاپ کې وینا کوله وویل چې د تاوتریخوالي دوام سیاسي حل لاره نه ده بلکې د ټولو افغانانو د خوښې هراړخیزې موافقې ته اړتیا لري.

جمهور رئيس غني وویل: "د دې لپاره چې په طالبانو او ملاتړو باندې یې هراړخیز مثبت فشارونه راوستل شي، دا د یوې سیمه‌ییزې او نړیوالې اړتیا په توګه احساس شوې".

د افغانستان جمهور رئیس دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون نړیوالې ټولنې تل په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کچې پر راکمولو ټینګار کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت د سرمفتش دفتر په یو راپور کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې او هدفي وژنو ته په اشارې ویلي چې طالبانو له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره د افغانستان په کچه تاوتریخوالي ته مخه کړې ده.

د افغانستان د امنیتي ادارو د معلوماتو په اساس دا مهال د افغانستان په شاوخوا ۲۰ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او دغه راز له څه مودې راهیسې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

XS
SM
MD
LG