د وینې کوم ګروپ د کرونا ویروس په ضد ښه مقاومت لري؟

د کروناویروس تر دې دمه څه باندې ۴۲۶ کسان مړه کړي

د یوې تازه طبي څېړنې له مخې هغه انسانان چې د وینې ګروپ یې "او" (صفر) دی، د نورو په پرتله د کرونا په ویروس کم اخته کیږي.

د نیوزویک مجلې د راپور په اساس د بایوتکنالوژي (23andMe)تحقیقاتي ډلې په ۷۵۰ کسانو یوه تازه څېړنه کړې ده او دا یې موندلې ده چې هغه انسانان چې د وینې ګروپ یې "صفر" وي، د نورو په پرتله ۹ سلنه او یا ۱۸ سلنه کم د کرونا په ویروس اخته کیږي.

څېړوونکو همدغه راز په هغو کسانو هم تحقیق کړی دی چې د وینې ګروپ یې "صفر" و او د کرونا په ویروس له اخته کسانو سره یې مستقیم تماسونه لرل. څېړنه ښيي چې د نورو کسانو په پرتله په کرونا ویروس د دغو کسانو، چې له ناروغانو سره مخامخ تماسونه لري، د اخته کېدو احتمال ۱۳ سلنه او یا ۲۶ سلنه کم دی.

څېړنه وايي چې د وینې دغه ګروپ لرونکي انسانان د نورو په پرتله کم په روغتونونو کې بستر شوي دي.

په څېړنې کې د وینو د ګروپونو ترمنځ کوم بل توپیر موندل شوی نه دی.

نیوزویک وايي چې له مستقیمو تماسونو له لارې یې د (23andMe)څخه د دغه تحقیق په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې یې څه باندې ۴۲۶ کسان مړه کړي او شاوخوا ۷.۶ میلیون نور پرې اخته شوي دي.