په شمالي وزیرستان کې د پاکستان یو عسکر وژل شوی

شمالي وزیرستان

د پاکستان پوځ وایي په شمالي وزیرستان کې یو سرتیری د بم په چاودنې او ډزو کې وژل شوی.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دا پیښه د شنبې په ورځ (جون ١) د شمالي وزیرستان په بویا سیمه کې هغه وخت وشوه چې پاکستاني سرتیري په گزمه بوخت وو.

ددغې اعلامیې له مخې په شمالي وزیرستان کې د تیرې یوې میاشتې په تاوتریخوالیو کې پنځه پاکستاني سرتیري وژل شوي او ٣١ نور ټپیان شوي دي.

تیره اونۍ پاکستاني امنیتي قواو د پښتون ژغورنې غورځنگ یو مشر د پارلمان غړی محسن داوړ د شمالي وزیرستان د خړ کمر په سیمه کې پر یوې پوځي اډې د برید په تور ونیو.

له ښاغلي داوړ دمخه ددې غورځنگ یو بل غړی علي وزیر هم ددې پیښې په ارتباط نیول شوی و.

د پاکستان پوځ د پي ټي ایم دغه مشران د تیرې یکشنبې د ورځې د اعتراضونو په سازمان کولو تورنوي چې په تاوتریخوالي واوښتل.

د پښتون ژغورنې غورځنگ فعالان د پاکستان پوځ د پښتنو په "سیستماتیکه او هدفمنده" وژنه تورنوي.

د پښتون ژغورنې غورځنگ یو سوله ایز حرکت دی چې یو کال دمخه د منظور پښتین په مشرۍ پیل شو. دا لومړی ځل دی چې ددغه غورځنگ فعالین په تاوتریخوالي کې ښکیل کیږي.