میدان وردګ کې د ځانګړو ځواکونو پر قطعې ځانمرګي برید ۱۲ تنه وژلي

د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې کې نن سهار وختي څه باندې اوه بجې د افغان ځانګړو ځواکونو پر قطعې موټر بم انتحاري حمله شوې ده.

د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې وسله والو لومړی له چاودېدونکو موادو د ډک هاموي موټر په وسیله پر یادې قطعې چاودنه کړې.

د میدان وردګ امنیه قوماندان ویس صمیمي د «سلواغې میاشتې پر لومړۍ»امریکا غږ ته وویل چې تر لومړۍ چاودنې وروسته درې نور وسله وال چې غوښتل یې له چاودېدونکو موادو یو بل ډک موټر دغه مرکز ته دننه کړي‌ له منځه یووړل شو.

ویل کېږي د پېښې ټول قربانیان امنیتي ځواکونه دي

نوموړي زیاته کړه چې تر دامهاله په دغه حمله کې د او ښتو تلفاتو په اړه کره معلومات معلوم نه دي.

هغه وویل:"په میدان وردګ ولایت کې په «شهراه نمبر یک»" سیمه کې د ملي‌ امنیت د ځانګړو ځواکونو پر قطعې باندې ځانمرګی برید شوی دی، او دوهم موټر چې درې تنه پکې سپاره و د امنیتي‌ ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي."

په ورته وخت کې د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد سالم اصغر خېل امریکا غږ ته وویل چې له نننۍ چاودنې ۱۲ مړي او ۲۸ ټپیان روغتون ته وروړل شوي‌ دي.

پر همدې مهال د میدان وردګ د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک هم وايي چې لومړنۍ موټر بم چاودنې شااوخوا ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

هوتک وویل:" هاموي موټر خپل اصلي هدف ته رسېدلی او چاودنه یې کړې ده، دوهم سراچه موټر چې ځانمرګي کسان پکې سپاره و د امنیتي ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي شااخوا ۵۰ تنه مړه او ټپیان شوي."

د لوګر والي پر موټریز کاروان د تېرې ورځې موټر بم حملې انځور

وسله والو طالبانو د دغه حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی، د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي چې وسله والو یې په میدان وردګ کې د ځانګړي قطعې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې هم د لوګر والي پر موټریز کاروان او د ځانګړې قطعې پر سرتېرو موټر بم حمله کې اته تنه ووژل شول او لس نور ټپیان شول.