جلال اباد کې درې ورځې پرلپسې چاودنې کیږي او مرګ ژوبله اړوي

جلال اباد کې درې ورځې پرلپسې چاودنې کیږي او مرګ ژوبله اړوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار په جلال اباد ښار کې د سړک غاړې ماین چاودنې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژلي دي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دغه چاودنې پنځه نور ملکي وګړي ټپیان کړي هم دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي هم د «وري میاشتې پر ۱۹مه» نېټه امریکا غږ ته وویل، چې چاودنه نن سهار څه باندې اووه بجې د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې رامنځته شوې ده.

خوګیاڼي زیاته کړه، چې د چاودنې هدف د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د مالي امر موټر و.

د ننګرهار چارواکي‌ بیا وايي، چې چاودنې ۷ تنه ټپیان کړي چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

پر همدې مهال د جلال اباد ښار اوسېدونکي وروستیو چاودنو ته د اندېښنې په څرګندولو سره له ځايي چارواکو د امنیت په اړه د جدي‌ اقدماتو غوښتنه کوي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی احسان الله چې محصل دی امریکا غږ ته یې وویل: "دا څه موده کېږي چې ښار کې چاودنې زیاتې شوې دي. موږ چې کله ښار کې ګرځو نو سخت ‌‌‌‌‌‌ډارېږو او حکومت یې باید غم وخوري چې حالات ښه شي."

د ښار یو بل اوسېدونکی فقیر محمد هم وايي، چې ښار کې ګڼه ګوڼه هم کمه شوې ده، حکومت باید امنیت راولي.

د تېرې شنبې په ورځ د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي و چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو او نورو سیمو کې د داعش او نورو مخالفینو په مرکزونو ځمکني او هوایي بریدونه زیات شوي، چې له امله دوی غواړي، په مرکز کې د ځینو پېښو په تر سره کولو سره تبلیغاتو ته زمینه برابره کړي.​

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په روانه اونۍ کې د دریمې ورځې لپاره دریمه چاودنه ده چې په جلال اباد ښار کې رامنځته کېږي.

د تېرې شنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې دوو پرلپسې چاودنو د مېرمنو په ګډون ۳ تنه ووژل او ۱۹ تنه یې ټپیان کړل، پرون یکشنبه هم په جلال ښار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي و.

د دغه چاودنو د قربانیانو زیاته برخه ملکي وګړي دي.