چارواکي: د بم چاودنې څلور پاکستاني ملیشه ووژل

عکس : ارشیف

د پاکستان د حکومت یوه چارواکي د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۴) وویل چې ددغه هیواد په سهیل لودیځ کې د ملیشه ځواکونو پر کاروان د بم د چاودنې له امله څلور ملیشه ځواکونه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د بلوچستان بیلتون غوښتونکي ډلې رویټرز خبري اژانس ته د یوه ایمیل په استولو سره ددغه برید مسولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په برید کې لس عسکر وژل شوي دي.

یاد ایالت د کمیشنر مرستیالي ثنا ماه جبین عمراني ویلي دي چې په کور کې دغه جوړ شوی بم د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار شمال ختیځ طرف په ۱۸۰ کیلومتري کې د سړک په غاړه ځای پرځای شوی و.

د پاکستان ملیشې سیمه ایز پوځیان دي د پاکستان د پوځ د افسرانو له خوا یې رهبري کیږي.

بلوڅ مبارزین د لسیزو راهیسې د یوه جلا هیواد لپاره مبارزه کوي او وایي چې د پاکستان مرکزي حکومت د سیمې له ګازو او طبعیي زیرمو څخه په غیر عادلانه ډول ګټه پوره کوي.

پلوڅ جنګیالیو په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د پوځیانو په وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

دغو جنګیالیو تیره میاشت د پاکستان د پوځ پر دوو مراکزو په برید کې اوه پاکستاني عسکر ووژل. په دغو بریدونو کې دیارلس بریدګرو هم ژوند له لاسه ورکړ.

پلوڅ جنګیالي معمولا د پاکستان پر پوځ، حکومتي چارواکو ، د ګازو په پروژو او د چین په ګټو بریدونه کوي.

چین، د پاکستان - چین د اقتصادي کوریډور د یوې برخې په توګه د پاکستان په ګوادر بندر کې د ژورو اوبو د یوه بند د جوړولو په حال کې دی. دغه پروژه چې د بیجینګ د یو کمربند یو سړک د نوښت برخه ده څه باندې ۶۰ میلیارده ډالره لګښت لري.

خو په سیمه کې اسلامپاله جنګیالي هم فعالیت کوي. د اسلامي دولت یوه ځانمرګي برید کوونکي تیره اوونۍ په همدې ناحیه کې پر ځان پورې د تړلو چاودیدونکو توکو په چاودلو سره د یوه پولیس په ګډون اوه پاکستاني ملیشې ووژلې.