افغان حکومت وايي چې د کابل، ننګرهار، بلخ، هرات، کندهار او کندز ولایتونو څخه وروسته به په ټول هېواد کې په اړمنو وچه ډوډۍ وېشي.
ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا دوې اونۍ مخکې په دغو شپږو ولایتونو کې د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام پیل کړ.
ارګ وايي چې دا لړۍ بریالۍ وه او اوس به یې په ۲۸ نورو ولایتونو کې هم پیلوي.
د ارګ د شنبې د ورځې مۍ۹ (غوايي۲) په اعلامیې کې ویل شوي دي چې ولسمشرغني د ټولو ولایتونو له والیانو سره د ویدیو کنفرانس له لارې غږیدلی او په دې اړه ټول چمتوالي نیول شوي دي.
(۱/۲) جلسۀ رهبری حکومت تحت ریاست رئیس جمهور غنی قبل از ظهر امروز در ارگ دایر گردید.در این جلسه از عملی شدن موفقانۀ توزیع نان خشک به هموطنان ما در ولایات کابل، بلخ، ننگرهار، کندز، هرات و کندهار یادآوری شد و فیصله گردید تا روند توزیع نان خشک به متباقی ۲۸ ولایت کشور نیز آغاز شود. pic.twitter.com/S1ffl4PwHL
— ارگ (@ARG_AFG) May 9, 2020
د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر افغان حکومت ځینې لوی ښارونه وتړل چې ورسره د بېکارۍ کچه هم لوړه شوه او په ځانګړي ډول هغه کسان چې په روزمزد یې ژوند کاوه، له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان شول.
افغان حکومت د دغې ستونزې د حل لپاره په لومړي سر کې د وړو، بیا د غنمو او اوس یې د وچې ډوډۍ وېش پیل کړ.
د ۲۸ ولایتونو والیانو ویلي دي چې په دغه بهیر کې به د شپږو هغو ولایتونو د ولایانو له تجربو ګټه واخلي چې د وچې ډوډۍ وېش په کې بریالی و.
سره له دې چې افغان حکومت دا یو بریالی بهیر بولي خو په دغو شپږو ولایتونو کې د ډوډۍ د وېش پر مهال د عدم شفافیت ځینې راپوونه او شکایتونه هم شوي دي او ویل کیږي چې په ځینو برخو کې غیر اړمنو ته هم ډوډۍ ورکړل شوې ده.
څو اونۍ مخکې د کابل ښاروالۍ مامورینو د ښار د ګذر یو وکیل او دوه همکاران یې د ۲۰۰ بوجیو وړو د غلا په تور ونیول.
په همدې حال کې افغان چارواکو له خلکو غوښتي چې د وچې ډودۍ د وېش پر مهال دې د یو بل ترمنځ واټن وساتي چې دکروناویروس دخپرېدو مخه ونیول شوي.
د کروناویروس تر دې دمه په ټول افغانسان کې ۱۱۵ تنه مړه کړي او ۴۰۳۳ نور پرې اخته دي.