د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د ښځو احتجاج؛ مرستې غواړي


دغو ښځو له حکومت څخه وغوښتل چې له بې وزلو مرستې وکړې
دغو ښځو له حکومت څخه وغوښتل چې له بې وزلو مرستې وکړې

د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې لسګونو مېرمنو له دې امله احتجاج او لاریون وکړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې له اړمنو سره مرستې وکړې.

دغو مېرمنو ویل چې د کروناویروس په قرنطیني حالت کې حکومتي ادارې له خلکو سره مرسته کوي خو د دوی په وینا دا مرستې اړمنو ته نه دي رسېدلي.

احتجاج د سه شنبې په ورځ‌ اپریل۵ (غويي۱۶) وشو.

دغه ښځه چې شمېر یې نژدې ۱۰۰ ته رسېده ډېرې یې کونډې وې او له حکومت او خیریه بنسټونو یې غوښتنه کوله چې مرستې دې په غریبو او ناچاره خلکو وویشي.

یوې عمر خوړلې مېرمنې خبریالانو ته وویل:" ماته څلور کونډې را په غاړه دي او اته ماشومان. تر اوسه ما هیڅ مرسته نه ده تر لاسه کړې او له مالګې او وچې ډوډۍ سره روژه ماتوو."

غني خیلو ولسوال معلم معشوق خبریالانو ته وویل تر اوسه پورې شینوارو ولسوالۍ ته حکومتي مرستې نه دي ورغلې او که مرستې پیل شي نو په اړمنو به یې وویشي.

ولسوال زیاته کړه کومې مرستې چې نورې خیریه ټولنې کوي هغو د منظم لېست له مخې کوي چې د دوی په اختیار کې نه دي او یوازې نظارت یې کوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي چې د کرونا فنډ مرستې تر اوسه د جلال اباد ښار کې ویشل کېدلی او چې ولسوالیو ته د مرستو د ویش لړۍ پیل شوه نو حتمآ به ناچاره کورنۍ په نښه کړي.

دا لومړی ځل دی چې ننګرهار کې مېرمنې له دې کبله احتجاج او غوښتنه کوي چې اړمنو کورنیو ته دې مرستې وویشل شي.

ولسمشر غني تېره اونۍ اعلان وکړ چې د کابل او ننګرهار په ګډون به په یو شمېر ولایتونو کې د نانوایانو له لارې په بې وزلو کورنیو وچه ډوډۍ وېشل کیږي. دا لړۍ پیل شوې ده.

د کابل په څېر ننګرهار هم د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره قرنطین شوی او ټول کاروبار او حکومتي‌ادارې بند دي.

دغه قرنطین که له یوې خوا د کرونا د خپرېدو مخه نیسي، له بلې خوا د ډېرو په بارو ګڼې کورنۍ چې په روزمزد به یې ژوند کاوه، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د حکومت د وچې ډوډې د مرستو تر څنګ د افغانستان د کرکټ ځینو لوبغاړو او په بهر کې مېشتو یو شمېر افغانانو له ځینو بې وزلو سره مرسته کړې ده، خو داسې ښکاري چې دا مرستې کافي نه دي.

کرونا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۹۵ تنه مړه کړي او څه باندې ۳۲۰۰ نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG