د بریتانیا لوی درستیز خپلو سرتېرو ته: د ملکي افغانانو د وژلو د ادعاو تحقیق کې مرسته وکړئ

عکس (ارشیف)

د بریتانوي پوځ لوی درستیز خپلو مخکینیو پوځیانو ته امر کړی چې افغانستان کې دې د دغه هیواد د ځانګړو ځواکونو له لوري د لسګونو ملکي افغانانو د وژلو د تورونو په باب په پلټنو کې همکاري وکړي.

جنرال سر پیټریک سانډرز عسکرو ته ویلي، هر هغه سند دې وسپاري چې په دې تړاو پلټنو کې مرسته کولی شي.

د بریتانیا د ټېلیګراف ورځپاڼې د ډسمبر ۲۳ (مرغومې دویم) په یوه راپور کې راغلي چې جنرال سانډرز له خپلو سرتېرو دغه غوښتنه په یوه استول شوي لیک کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا دفاع وزارت اندېښنه ښودلې چې ښايي د ځانګړو ځواکونو منسوبین د پلټنو لپاره د اسنادو په برابرولو کې همکاري ونکړي.

دغه پلټنې د سږني کال په لومړیو کې د هغه ادعا وروسته پیل شوې چې وايي، په افغانستان کې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو نږدې ۸۰ ملکي وګړي وژلي دي. د دفاع وزارت او شاهي پوځي پولیس هم تورن شوي چې د ملکي تلفاتو د ادعاو په اړه یې سمې پلټنې نه دي کړي.‌

د جنرال سانډرز د لیک په باب ویل کېږي چې ښايي د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو په منځ کې په افغانستان کې میشتو ټولو سرتیرو ته استول شوی وي.

جنرال سانډرز ویلي: "غواړم، تاسو ته په ډاګه ووایم چې زه د دغې پلټنې بشپړ ډول ملاتړ کوم او غواړم چې د پوځ ټول غړي یې هم باید د پلټنو ملاتړ او همکاري وکړي."

نوموړي، عسکرو ته دا هم ویلي چې د پلټنو ټیم حق لري چې ټول اسناد وګوري، حتی که هغه محرم هم وي. هغه پر ټولو عسکرو دا غږ هم کړی چې د محرمو راپورونو او د جګړې عکسونو په ګډون د هېڅ ډول معلوماتو له شریکولو ډډه ونکړي، ځکه چې دغه معلومات ښايي له پلټنو سره مرسته وکړي.

۵۵ کلن جنرال سانډرز په راتلونکې ۲۰۲۴ کال کې تقاعد کیږي، نوموړي په افغانستان او عراق کې پوځي خدمات ترسره کړي.

بلخوا د بریتانیا یوه بله ورځپاڼه ګارډین لیکي چې د بریتانیا مخکیني‌ صدراعظم بوریس جانس د نوي لوی درستیز ګومارلو لپاره له پینځو کاندیدانو سره مرکې کړې او تمه ده چې روانه اونۍ به د پوځ نوی مشر اعلان کړي.