په لویدیځې نړۍ کې د موټرو په واسطه بریدونو ته یوه کتنه

په بارسلونا کې د پنجشنبې د ورځې په حمله کې ١٣ کسان ووژل شول او له سلو زیات ټپیان شول چې په کې اسپانویان، فرانسویان، جرمنان او برتانویان شامل وو

د ٢٠١۴ میلادي کال راپدیخوا په هغو بریدونو کې چې سخت دریځو په لویدیځو هیوادونو کې د موټرو په وسیله کړي دي په کې لږ تر لږه ۱۲۸ تنه وژل شوي دي.

ددغو بریدونو د لړۍ وروستی برید د پنجشنبې په ورځ په بارسلونا ښار کې و چې په کې لږ تر لږه ١٣ کسان ووژل شول او ١٠٠ تنه نور ټپیان شول.

د جمعې په ورځ د اسپانیا پاچا شپږم فلیپ او په زرگونه نور خلک د بارسلونا په مرکزي چوک کې راټول شوي وو او ددې حملې د قربانیانو په درناوي یې یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

په لویدیځو هیوادونو کې په موټر بریدونه هغه وخت زیات شول چې درې کاله وړاندې په ٢٠١۴ کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې ویاند ابو محمد ال عدناني ددې ډلې له پلویانو وغوښتل چې په دغو هیوادونو کې د موټر په وسیله بریدونه وکړي.

په واشنگټن کې میشت د نوې امریکا د څیړنیز مرکز په وینا د عدناني د دې وینا وروسته سخت دریځو په مجموعي توگه په غربي هیوادونو کې ١۴ ځلې خلک په موټرو لاریو باندې وژلي دي.

ددغو بریدونو د لړۍ تر ټولو وژونکی برید د ٢٠١٦ کال په جولای کې په فرانسه کې و چې د داعش د ډلې یو ترهگر د پاریس په نیس کې د باستیل د جشن د لمانځلو پر وخت یو کرایه شوی لارۍ موټر پر خلکو وخیژاوه او ٨۴ کسان یې ووژل او څه دپاسه ٢٠٢ تنه نور یې ټپیان کړل.

ارشیف: د پاریس اوسیدونکو د پیښې په ځای کې د قربانیانو په یاد د گلانو گیډۍ ایښي دي

یو شمیر څیړونکي وایي چې له موټر نه د برید لپاره استفاده کول ښایي یو له آسانو تکتیکونو څخه وي چې د داعش ترهگره ډله کولای شي ترې په آسانه توگه د ترهگریزو بریدونو لپاره کار واخلي، ځکه بریدگر پرته له موټر چلولو نورو زده کړو ته اړتیا نه لري.

که څه هم چې پر موټر باندې برید کول د داعش د سخت دریځې ایدیالوژۍ نه سرچینه اخلي خو د نورو ایډیالوژیو سخت دریځو هم ددې نه استفاده کړې ده.

د ٢٠١٧ کال په جون کې په لندن کې د مسلمانانو ضد یو سخت دریځه پر هغو مسلمانانو باندې په موټر برید وکړ چې د یو جومات بهر روژه ماتي ته راټول شوي وو. په دې برید کې یو نفر ووژل شو او ١٣ تنه ټپیان شول. عیني شاهدانو وویل، بریدگر چغې وهلې چې "غواړم مسلمانان ووژنم".

د تیر شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د ویرجنیا ایالت په شارلوتسویل ښار کې یو ښي اړخي افراطي خپل موټر پر هغو اعتراض کوونکو وخیژاوه چې د سپین پوستو ملتپالو په ضد راټول شوي وو. په پیښه کې یوه ٣٢ کلنه ښځه ووژل شوه او زیات شمیر کسان ټپیان شول.

په وروستیو کلونو کې اسپانیا د ترهگریزو بریدونو شاهده وه. وروستنۍ وژونکې ترهگریزه حمله په ٢٠١۴ کال کې وه چې سخت دریځو د اسپانیا د پایتخت مادرید او نورو ښارونو په اورگاډیو کې په پرله پسې بمي حملو کې ١٩١ تنه ووژل او ١٨٠٠ تنه یې ټپیان کړل.

د اسپانیې پاچا د زرگونو کسانو سره یوځای په بارسلونا کې د قربایانو په درناوي د یوې دقیقې چوپتیا په وخت

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د ملگرو ملتونو د عمومي منشي او د کاتولیکانو د مذهبي مشر پاپ فرانسیس په گډون د نړۍ مشرانو د بارسلونا د پنجشنبې د ورځې برید په کلکه غندلی دی.