هرات کې موټر بم برید درې افغان سرتیري وژلي ـ چارواکي

عکس(ارشیف)

افغان چارواکي وايي د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د طالبانو په موټر بم او ډله ییز برید کې درې افغان سرتیري وژل شوي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي وسله والو طالبانو تیره شپه لومړی د زنده جان ولسوالۍ په بازارک سیمه کې موټر بم چاودنه او تر هغه وروسته د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ پر ودانیو وسله وال برید وکړ.

ښاغلي قتالي نن شنبه اپرېل۱۷(وري ۲۸) وویل چې د یاد برید پرمهال درې افغان سرتیري وژل شوي او تر څو ساعته جګړې وروسته طالبان هم بېرته تښتېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د تیرې شپې په جګړه کې څلور وسله وال طالبان هم وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

د هرات د سیمه ییزو چارواکو په وینا د زنده جان ولسوالۍ د تیرې شپې موټر بم برید او وسله والې نښته کې د درې ښځو او دوو ماشومانو په ګډون اته ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د تیرې شپې د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو طالبانو د هرات په چشت شریف، اوبه،کوه زور،کشک کهنه،ګلران او زندان ولسوالیو کې وسله وال بریدونه کړي دي.

له هرات ولایت څخه د جګړې راپور پر داسې مهال ورکول کیږي چې ولسمشر غني د روژې په احترام له طالبانو څخه په دغه میاشت کې د تاوتریخوالي بندولو غوښتنه کړې وه.